د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون برید ۱۵ نور وسله وال ووژل


ډرون الوتکې په وزسرستانونو کې د وسله ضد موثره وسله ګڼل کېږي.
ډرون الوتکې په وزسرستانونو کې د وسله ضد موثره وسله ګڼل کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې په شمالي وزير ستان کې د امريکايي بي پايلټه الوتکې په يو بريد کې ۱۵ مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

استخباراتي چارواکي وايی، نن سهار وختي د سپېده چاودي پر مهال په مير علي کې بي پايلټه الوتکې د مشکوکه ترهګرو په یو پټنځای توغندي وداغل چی له امله يي دغه وسله وال ووژل شول.

شمالي وزير ستان د القاعده او وسله والو طالبانو د پټن ځایونو په توګه مشهوردی.

په شمالي او جنوبي وزير ستان کی په تيرو دريو ورځو کی پرله پسی دا دريم د بي پالټه الوتکو بريد دي.
XS
SM
MD
LG