د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټنډولکر د هندي پارلمان غړی شو




د هند د کرکټ وتلی لوبغاړی سچن ټنډولکر د هند لومړنې فعاله لوبغاړی دی چې د هیواد لپاره لوبه کولو سره سره د پارلیمان برخه جوړ شوی.

نهه دیرش کلن ټنډولکر د ګل په ورځ په نوي ډیلي کې د پارلیمان د غړي په توګه څوګند پورته کړ.

ایوان بالا یا راج سبا 250 غړي لري چې د واک موده یی د شپږ کالو لپاره وي. په دوی کې زیاتره غړي ټاکل کیږي خو ټنډولکر په هاغه 12 غړیو کې یو دی چې په خاص میدان کې د خپل مهارت په سر یې نوم اعلان شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG