د لاسرسي ځای


مجیب انګار - پېښور

د افغانستان و پاکستان د مدني ټولنو یوشمیر غړیو د دواړو هیوادونو او ولسونو ترمنځ د ستونزو د اواري او فاصلو راکمولو په هدف د یکشنبې په ورځ په پيښور کې یوه ګډه ټولنه جوړه کړه.

په دې ټولنه کې د افغانستان او د پاکستان د خیبر پښتونخوا د مدني ټولنو یوشمیر مطرح کسان غړیتوب لري.

صفیه صدیقي، ضیاء بومیا، شریفه زرمتۍ وردګ، څیړنوال اکبر جان پولاد، عبدالستار سعادت او یوشمیر نورو د افغانستان او ځینې نورو د پاکستان له لوري د پرانستې په غونډه کې ګډون درلود.

دغه ټولنه، چې د پاک افغان د خلکو ټولنې نوم ورکړل شوی د یکشنبې په ورځ په پيښور کې د افغانستان و پاکستان د مدني ټولنو دیوشمیر غړیو او دبشري حقوقو د فعالانو له خوا تر دوه ورځنیو ناستو او بحثونو وروسته پرانستل شوه.

د افغان ډلې مشر هدایت الله هدایت په اوسنیو ترینګلیو شرایطو کې ددغسې یوې ټولنې جوړیدل د وخت ضرورت او د دواړو ګاونډیو هیوادونو په تیره د پولې دواړو غاړې ته د پرتو ولسونو لپاره یو ګټور اقدام وباله .

نوموړي ددې ټولنې د اهدافو او لومړنیو پریکړو په باب مشال راډیو ته وویل :

(تر هرڅه وړاندې به خپله دا ټولنه په افغانستان و پاکستان دواړو کې ثبتوو تر څو له قانوني حیثیته برخمنه شي. عمده اهداف مو د بشري حقوقو لپاره کار کول، د کډوالو ستونزو ته د اواري لارې چارې لټول، دضرفیتونو په لوړولو کې همکاري، کلتوري، فرهنګي، ادبي، روغتیا او په نورو برخو کې د دواړو هیوادونو او ولسونو ترمنځ همکاریو ته زمینه مساعده او موجودې همکارۍ لاپسې پراخې کړو)

نوموړی وايي، په لومړۍ ناسته کې د یوې پریکړه لیک په صادرولو سره د پاکستان له دولته دښوونځيو د هغو څه باندې څلورنیم ملیونه درسي کتابونو د زر تر زره خوشې کولو غوښتنه شوې چې له تیرو څو میاشتو راهیسې پرته له کوم معقول دلیله د کراچۍ په بندر کې ایسار کړل شوي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې صفیه صديقي ددغې ټولنې جوړیدل د پولې دواړو غاړې ته د پرتو ستونزو د اواري پر لور یو ګټور ګام وباله او تمه يې څرګنده کړه، چې ددوی هڅې به په دې برخه کې د پام وړ کار وکړي :

( ددې ټولنې د جوړیدو یو هدف دادی چې، د پولې دواړو غاړې ته خلک زوریږي او له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ دي، که یو افغان پاکستان ته ځي هلته ځورول کیږي او که یو پاکستانی افغانستان ته هلته په بیلابیلو نومونو نیول کیږي او ځورول کیږي، نو ددې لپاره چې یوڅوک یا یوه ټولنه باید موجوده وي، چې ددغو مسایلو غم وخوري او د خلکو ستونزو ته حل لار ولټوي)

د مدني ټولنو غړي په داسې حال کې پر یوه ټغر سره راغونډیږي، چې د تل په شان په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان و پاکستان د دولتونو ترمنځ ستونزو وده کړې او د هرې ورځې په تیریدا نوي نوي جنجالونه او لرې والی پکې راپیدا کیږي.

د ولسي جرګې، اجرایوي قوې او دښځو د اړیکو د چارو سلاکاره شریفه زرمتۍ هیله منده ده چې دا حرکت به د نورو ګټو او لاسته راوړنو ترڅنګ دسولې ټینګښت هم لار اواره کړي :

(همدا مدني حرکت دی، چې د ولسونو په نژدې کیدو کې مرسته کوي، د ولسونو ترمنځ د کرکې او نفرت په له منځه وړلو کې کار کوي او ان دښنمۍ په دوستۍ بدلوي. د همدې هڅو په نتیجه کې به دولتونه پخپله دې ته مجبور شي چې د خپل ولس غږ ته غوږ کیږي او د مسایلو د حل پر لور ګامونه پورته کړي)

لیکوال، شاعر او د مدني ټولنې یو فعال غړی نور البشر نوید چې ددې غونډې د تنظیم او جوړیدو په لړ کې يې زیار ایستی ددې ټولنې جوړیدا یو ارزښتناک کار بولي :

(زما په نظر د تیرو درېيو لسیزو تر ناخوالو او بدبختیو وروسته په لومړي ځل پښتون افغان له یوبل سره کښيناستل او پر دې يې فکر وکړ، چې څنګه کولی شي په خپل کور کې د بل شوي اور د مړ کولو لپاره یوه ښه لاره ولټوي او ځانونه له دې ناورینه راوباسي، په دې کې هیڅ شک نشته چې زموږ ګټې او زیانونه سره شریک دي او بایده چې په ګډه يې حل ولټوو)

د افغانستان و پاکستان د مدني ټولنو غړیو او فعالانو په روانو حالاتو کې ددغسې یوې ټولنې جوړیدل د دواړو هیوادونو د ولسونو او دولتونو ترمنځ د کشالو د اواري او فاصلو راکمولو په لړ کې یو ګټور اقدام وباله او ژمنه يې وکړه چې په خپلو پرله پسې هڅو به د ټولو هغو ستونزو د اواري غم خوري چې له امله يې دواړه ورونه هیوادونه په ورته اور کې سوځي.
XS
SM
MD
LG