د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستان کې د عربو په څیر پاڅون ممکنه دی ؟


سرچینه : ډان ورځ پاڼه
ژباړه : منورشا


د ډان ورځپاڼې په دې مقاله کې محمد عامر رانا لیکي په عربي نړۍ کې دتېر کال د پسرلي پاڅون ته په کتو سره پاکستان کې ځينې خلک دا نظر لري چې څه ډول هلته مذهبي ګوندونه د خپلو هېوادونو په بدلون کې ګډه برخه واخیسته ، او د هېواد په واکمنۍ کې یې خپله ونډه ترلاسه کړه ، آیا پاکستان کې هم مذهبي ګوندونه دغه شان تګلاره اختیارولې شي او که څنګه؟


لیکوال وايي د عربی نړۍ او پاکستان په مذهبي ګوندونو کې ترټولو لوی فرق دا دی چې هلته مذهبي قوتونه تل د سخت آمر تر واک لاندې پاتې شوي خو پاکستان کې مذهبي ګوندونو د آمرانو او جمهوري حکومتونو نه یو شان ګټې پورته کړي او ورسره یې په واکمنۍ کې هم برخه اخیستې ده.

د مثال په توګه د مفتي محمود د صوبايي حکومت راهیسې، د ضیاءالحق ، مشرف او دبیلابیلو جمهوري حکومتونو سره،څنګ تر څنګه مذهبي ګوندونه په واک کې پاتې شوي.

عامر رانا وړاندې لیکي بلخوا په عربي نړۍ کې مذهبي ګوندونو ددې وروستي پاڅون پرمهال په خپلو رویو کې هم ډېر بدلون راوستی چې خپل موقف یې د وخت او حالاتو سره سم کړی دی او دغه بدلون ته یې د اسلامي رنګ ورکولو هڅه کړې ده، خو پاکستان لا د وړاندې نه اسلامي جمهوریت دی او مذهبي ګوندونو ته چې پکې کله هم موقع په لاس ورغلې آیین یې د خپلې تنګ نظرې ایجنډې سره د برابرولو هڅه کړې. او دا راز د روښان فکره خلکو د مخالفت سره مخ شوي دي.

لیکوال وايي عجبه خبره دا ده چې پاکستان کې مذهبي ګوندونه تل عرب نړۍ د ځان لپاره مثال بولي او په خاصه توګه د سعودي عرب د حکومت او خلکو سره مضبوطې رابطې لري. خو په عربي نړۍ کې مذهبي ګوندونو دخپل ځوان ولس تکلیفونه، قهر او غصه په پام کې ونېوله او دنوي دور سره سم خپل موقف کې یې یو مثبت بدلون راوستلو.
بلخوا پاکستان کې مذهبي ګوندونه هره ورځ د زمکني حقایقو نه لرې کیږي او نوې کول یې په نظریاتي او سیاسي توګه سرګردان کړی دی.

عامر رانا لیکي، د جماعت اسلامي په اړه داسې فکر وو چې د هيواد مذهبي او ملي پیژندګلو قایم ساتلو کې به رول ولوبوي، خو دې لړ کې دهغوی د غېر موثره کردار له وجې هیواد بیلا بیلو اړخونو ته روان ښکاري.

بلخوا که څه هم تحریک انصاف ګوند د زیاتره ځوان کول پام ځان ته ګرځولی دی خو د پاکستان په پیچیده سیاسي او نسلي نظام کې به دومره کردار ونکړی شي څومره چې ترې خلک توقع لري.

د لیکوال په نظر جمعیت علماء اسلام فضل رحمان ګوند دا فکر کوي چې دوی د حالاتو سره سم روان دي، او دهېواد زیاتره مدرسې هم ددوی د اثر لاندې دي خو تنظیمی ډانچه یې کمزروې ده او د موجوده دور او بدل شوي زمکني حقیقتونو په اړه ډېره لږه پوهنه لري. نو د لیکوال په نظر د عرب نړۍ د پاڅون په پاکستان مثبت اثرات ډېر کم کېدی شي خو د منفی اثراتو اندیښنې یې ډېرې دي چې پکې فرقه ایز ویش تر ټولو خطرناک دی.
XS
SM
MD
LG