د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ ( جون ۳ )


فرخنده وزیر


رویټرز خبري اژانس لیکي، په راروانو ورځو کې چین او افغانستان د اقتصادي همکارۍ یو تړون لاس لیکوي، چې دې سره چین دا غواړي چې، ددغه هیواده سره د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروستو مرسته وکړي، او خپلې اړیکې ورسره مضبوطې کړي. چین په راروان وخت کې په افغانستان کې د معدنیاتو د راویستلو د منصوبو پلان لري،او غواړي د دغه هیواد سره خپلو تعلقاتو ته یوه نوي بڼه ورکړي.

اوس چې نړیوال هیوادونه د افغانستانه د وتلو پلان لري ، او دغه به په راروان وخت کې عملي کوي، چین غواړي په دغه سیمه کې خپل موجودیت وښایې، او په دې لړ کې غواړي، د افغانستان سره د اقتصاد په برخو کې مرستې وکړي. په روانه اونۍ کې به د چین ولسمشر هوجین تاو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي سره په بیجنګ کې لیده کاته کوي. ولسمشر کرزی به د شانګ هایي کارپوریشن ادارې په سر مشریزه غونډه کې هم ګډون کوي.

په تیرو نږدې ورځو کې افغانستان د امریکا ، برتانیه ، هند او دا شان د نورو هیوادونو سره یو شمیر سټراټیجیکي تړونونه لاس لیک کړه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسا زی بیا وایي، دوی غواړي د چین سره خپلو اړیکو ته وده ورکړي، او په دې لړ کې به د چین او افغانستان ولسمشران په روانه اونۍ کې پر دې خبرې کوي چې څه رنګ چین د دغه هیواد سره د اقتصاد په برخو کې مرسته وکړي.

اخوا ای ایف پي خبري اژانس لیکي، پاکستان چې دا وخت د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی، په نوي بجټ کې ولس ته هیڅ ډول اسانتیاوې نه دي ورکړي، چې د وړاندې نه د توانایۍ د بحران، او خواراکي شایانو د لوړو بیو سره مخامخ دي. د مرکزي سټیټ بینک د وینا تر مخه د تیر کال نه ددې بجټ خساره ۶.۶ فیصدي ده، او له دې سره د حکومت د قرضو اخیستلو توان هم کم شوی، د دې سره د دغه هیواد چې د ترهګرۍ ضد او د القاعده خلاف په عملیاتو کې بوخت دی، او د بدامنۍ په پیښو کې یې د ۲۰۰۷م کال راهیسې د پنځو زرو زیاتو خلکو ژوند له لاسه ورکړ، اقتصاد یې مخ په خرابیدو دی.

د ای ایم ایف لخوا هم دغه هیواد د سختو شرطونو له کبله د قرضو اخیستو انکار کړی، او په راروان مالي کال کې به پاکستان ته دا لا نوره هم ګرانه شي چې د نړیوالو ادارو نه په اسان شرطونو قرضې تر لاسه کړي . او کیدای شي، دغه هیواد یو ځل بیا ای ایم ایف ته ستون شي، ځکه چې بله لاره نه لري.

اې ایف پي د آيی ایم ایف د یو غربي چارواکي د خولې لیکې چې وایی، دا ممکنه ده چې ، پاکستان د روان کال په اخره کې د سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ شي. پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چېرته چې تر ټولو کم ټیکس ورکول کیږي، او د ټیکس د نظام د ښه کولو لپاره هم په تیر وختونو کې هیڅ کار ندی شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG