د لاسرسي ځای


فرخنده وزیر



د پیښور پوهنتون پښتو اکیډمۍ د امریکایي کونصلیټ په مرسته د هغو زړو نسخو د خوندي کولو کار پیل کړی وو ، چې دغلته موجودې دي، خو دغه کار اوس د فنډ د کمي له وجې د ځنډ ښکار شوی دې، دغه نسخې زوړ تاریخ لري، او د پښتو اکیډمۍ مشران وایي، باید حکومت ورسره د دغو په محفوظولو کې مرسته وکړي.


د پیښور پوهنتون د پښتو اکیډمۍ مشره سلما شاهین وايي چې د پښتو ژبې د لرغونو نسخو د خوندي کولو بهیر یې ۷۰ فیصده سر ته رسولی دی.
دغه کار په پیښور کې د امریکایي کونصلیټ د کولتور د محفوظولو فنډ په مرسته په ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م کالونو کې پیل شوی وو، چې د پښتو ژبې هغه زړې نسخې خوندي کړي، چې پښتتو اکیډمۍ ترلاسه کړي دي.

سلما شاهین وایي، دوی دغه لرغوني قلمي نسخې سي ډي ګانو ته اړولي، خو د دغو نسخو خوندي کول لا او س هم پاتې دي، او باید د دوی سره صوبایي حکومت هم په دې لړ کې مرسته وکړي، چې دغه قلمي نسخې چې پکې نه یوازې د پښتو ژبې بلکې د عربي او فارسي ژبو هم ځینې زاړه کتابونه شامل دي، د خوندي کولو کار یې سر ته ورسیږي، سلما شاهین زیاتوي:
(( سي ډي ګانو ته په اړولو سره د دغو نسخو د خوندي کولو اصلي کار سر ته نه رسیږي، د دغې لپاره دوی نورو مالي مرستو ته ضرورت لري، او زه غواړم چې د دغه کار لپاره د پاکستان حکومت ته خواست وکړم، مونږه په انګریزۍ ژبه کې د امریکایې کونصلیټ لپاره او په اردو ژبه کې هم یوه کتابچه د دغو نسخو په اړه جوړه کړې، او د دغو نسخو د مالوماتو په اړه دوه سوه په اردو او درې سوه په انګریزۍ ژبو کې کتابونه لیکل شوي دي، چې پکې د دغو نسخو په اړه ټول تفصیل شامل کړی شوی، لکه دا معلومات چې، یوه نسخه څومره زړه ده ؟ او چا لیکلې ؟ درج دي))

د پښتو اکیډمۍ پخوانی ډایریکټر او لیکوال راج ولي شاه خټک وایي، له دوی سره ډیرې زړې نسخې پرتې دي، چې پکې د خوشحال خان خټک او داسې د نورو شاعرانو او لیکوالو قلمي نسخې شاملې هم دي :

(( دې کې د درې نیمو سوو نه تر څلورو سوو پورې او یا له دې هم زړې قلمي نسخې شاملې دي، چې پکې د خوشحال خان خټک دیوانونه او یا د هغه د کورنۍ د نورو غړيو لخوا لیکل شوې نسخې چې ډیر په احتمام لیکل شوي ، شاملې دي، په دغو کې د فارسۍ ژبې د فردوسې شاهنامې دوه قلمي نسخې په پښتو اکیډمۍ کې پرتې دي، چې پکې یوه قلمي نسخه بې بها ده، او د بیې اندازه یې نشي کیدای، ځکه چې د فردوسي شاهنامې د کردارونو انځور ګري پکې شوې ده ، چې یوه نایابه نسخه ده))

ډاکټره سلما شاهین دا هم وایي چې د دوی سره اتلس نیم سوه زړې نسخې پرتې دي، چې دغه څلور نیم سوو سي ډي ګانو ته اړولي او په اړه یې په اردو او انګریزۍ ژبو کې د کتاب په شکل کې د هرې یوې نسخې تفصیل هم لیکلی دې.

اخوا راج ولي شاه خټک بیا وایې پښتو ډیر زوړ تاریخ لري، چې زیاتره قیمتې قلمي نسخې د خلکو د ناپوهۍ له وجې ضایع شوې دي، او باید اوس د هغو لرغونو نسخو د خوندي کولو لپاره کار وشي ، چې دوی ته په څه نا څه ذریعه تر لاسه شوي دي. راج ولي شا د دغه لرغونو نسخو په اړه وایې:

(( په دې کې ډیر انځورونه او خوشخطي هم شامل دي، او دا ټول باید په ساینسي توګه محفوظ کړل شي))

د پښتو اکیډمۍ ډایریکټره سلما شاهین دا هم وایي ، که څه هم زده کونکي کولی شي، د سي ډي ګانو نه د دغو زړو نسخو په اړه مالومات تر لاسه کړي ، او وویې لولي، خو باید دغه ټولې قلمي نسخې داسې خوندي کړل شي، چې راروان نسلونه یې نه یوازې په اړه مالومات تر لاسه کړي، بلکې دا به د پښتو ژبې یو لوی خدمت وي، چې دوی یې خوندي وساتي.
XS
SM
MD
LG