د لاسرسي ځای

تازه خبر

بله ډرون حمله ، ۸ وسله وال مړه



بې پيلوټه امريکايي الوتکو د پاکستان په لرې پرته قبايلي سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه غونډه حمله کړې ده.

راپورونه وايي، چې په دې حمله کې ګڼ شمیر مهم قوماندان وژل شوي یا ټپیان دي.
دسیمې نه د مشال راډیو خبریال خبر راکوي چې بې پایلټه الوتکو دا برید د قوماندان ملنګ په هجره یا کور باندې شوی چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي، خو ځینې سرچینې د وژلو شویو کسانو شمیره تر دې لوړه ښکاره کوي. د قوماندان ملنګ کور د واڼې سره په څنګ کې دی.

دا په تیرو څلورويشتو ساعتونو کې دویمه او په تیرو دولسو ورځو کې اوومه ورته حمله ده چې د سخت دریزو وسله والو پرضد کیږي.

د بې پایلټه الوتکو د بریدونو پر سر په دې وروستیو کې د پاکستان او امریکې ترمنځ اختلافات مخې ته راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG