د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان صورتحال، پر پوځ فشار زیات شوی



ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

لیکوال: نجم سېټي

سرچینه: فرایډې ټایمز


نجم سېټي لیکي، په بلوچستان کې د مخ په خرابېدونکي امنیتي صورتحال او د بیلتون خوښو له هلو ځلو سره پر پوځ و حکومت فشار زیات شوی دی.

وزیر اعظم په بلوچستان کې د انتظامي، قانوني او سیاسي معاملو د هواري او پرمختیا لپاره یوې کمیټۍ ته کار حواله کړې دی او د پوځ سر لښکر اشفاق پرویز کیاني ویلي چې سیاسي ستونزې له پوځي لارې نه شي هوارېدای.

لیکوال کاږي: ((موږ په دغه اړه ډېر هیله من نه یو ځکه چې له دې وړاندې هم ولسمشر زرداري د بلوچستان د ستونزې د هوارولو هوډ څرګند کړی وو، او د بلوچستان له پاره د یو پرمختیايي پیکج اعلان هم شوی وو. خو کله چې حکومت له ججانو، جنرالانو او ترهګرو سره په لانجه کې ښکېل شو نو له بلوچستان يې نظر بل لوري ته شو.))

نجم سېټي وړاندې لیکي، د نا کرارۍ نور هم یو شمېر علتونه شته.

د وزیر اعظم په مشرۍ کې په شوې غونډه کې د پوځ د مشر په ګډون، د آی ایس آی مشر، او د بلوچستان وزیر اعلا او ګورنر شرکت وکړ خو د پوځ د اسخباراتو د ادارې اېم آی او د ایف سي یا ملېشې انسپکټر جنرل په کې برخه وا نه خیسته.

او مهمه خبره داده چې دغه دواړه امنیتي ادارې په بلوچستان کې د یاغیانو پر ضد پالیسي جوړوي او بیا يې عملي کوي.

دغه پالیسي د ستونزې د هواري پر ځای دا نوره هم پېچلې کوي.

دویم دا چې پوځي استخباراتي ادارو دغلته لښکرې جوړې کړې دي چې په جنوبې او ساحلي سیمو کې د یاغیانو او ملت پالو د پیژندلو او د هغوي پر ضد د جګړې لپاره کارولای شي.

نجم سېټي لیکي، د بلوچستان په اړه د پوځ یو ډېر عامیانه نظر لري او هغه دا چې هندوستان او افغانستان بیلتون غوښتونکي بې لارې کوي او مرستې ورسره کوي او د دې د هواري یوه لار ده چې د دوی د چقولو لپاره د قانون او بشري حقونو د غوښتنو هډو خیال نه ساتل کېږي.

خو دا ستراتیژي کار نه کوي.

پاکستانیان د ناټو پر ضد د افغان طالبانو مرسته کوي او په بدل کې يې افغانستان او هندوستان بلوچ یاغیان راپاروي.

دوی دا ځکه کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې په کشمیر کې د هندوستان پر ضد تر دوو لسیزو جهاد له وده ورکړې او د کال ۱۹۹۶ راهیسې يې په افغانستان کې طالبان پیاوړي کړي.

نجم سېټي لیکي، په بلوچستان کې روان صورتحال د دغه هر څه ځواب دی.
XS
SM
MD
LG