د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسني مبارک ته د عمر قید سزا واورول شوه



د مصر یو عدالت د شنبې پر ورځ له واکه لرې کړل شوي، پخوانی ولس مشر حسني مبارک او د کورنیو چارو پخوانی وزیر حبیب ال عدلي ته د ټول عمر بند سزا واوروله.

حسني مبارک د جون د دویمې نېټې پر سهار په یوه چورلکه کې د پولیسو هغې اکاډمۍ ته ورسول شو ه چې د ده په اړه پریکړه اورول کېده، بیا وروسته نوموړی پر سټرېچر (د ناروغانو کټ) عدالت ته حاضر کړل شو.

قاضي محمد رفعت د سزا د اورولو پرمهال داسې وویل :

((عدالت ټولو تورنو کسانو ته د هغوی په موجودګۍ کې سزا اورولې، پرته له دویم تورن کس نه چې هغه ته په غیاب کې دا سزا اورول کیږي. لومړی ، محمد حسني ال سعید مبارک ته د خلکو په وژلو کې د لاس درلودلو په تور د ټول عمري بند سزا اورول کېږي.))

پر حسني مبارک، تور وو چې تېر کال یې د مصري مظاهره کونکیو د وژلو امر صادر کړی وو، په دې کیس کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر حبیب ال عدلي او شپږ نور کسان هم شامل دي.

عدالت د مبارک زامن د درغلیو له مقدمې بري اعلان کړل.

تر پرېکړې اوریدو وروسته، په عدالت کې موجودو اورېدونکو مظاهره وکړه.

د مصر دولتي ټیلي وېژن د عدالت فیصله نېغ په نیغه خپره کړه.

حسن مبارک دا مهال ۸۴ کالن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG