د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د حولا د پېښو ازادانه پلټنو غږ


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جمعې په ورځ په جينيوا کې د خپلې غونډې پر مهال د شام په حوله نومي ښارګوټي کې د ډله ييزو وژنو په اړه د خپلواکه پلټنو غږ وکړ.

فرانس پریس خبري اژانس لیکي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له اووه څلوېښتو غړو څخه یو څلوېښت غړو د هغه قرارداد په حق کې رایه ورکړې چې په شام کې د تشدد د څېړلو په اړه و جوړ شوي کېمشن ته ویل شوي چې د دې هیواد د ډله ییزو وژنو په اړه دي خپلواکې پلټڼې وکړي.

روس ، چین او کیوبا هم په هغو هیوادونو کې وو چې د دې قراداد پر ضد یې رایې ورکړې. د روس ولسمشر ولادمیر پوټین د جمعې په ورځ د جرمني د برلن په ښار کې د دې هیواد له چانسلرې اینګلا مریکل سره یوې ګډې خبري غونډې ته خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې دوي به د جرمني په ګډون له نورو هیوادونو سره یو ځای په شام کې د تشدد د پای ته رسولو او په دې هیواد کې د روغې جوړې لپاره د کوفي عنان د پلان د عملي کولو هڅې وکړي.

روس او چین تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې هغه قرارداد ویټو کړی وو چې په شام کې یې د حکومت له خوا د مظاهره چیانو پر ضد د تشدد غندنه کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG