د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر وزیرستان د ډرون حمله، دوه وسله وال وژل شوي


د شنبې پر سهار څه کم نهه بجې د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان د واڼه په ډوګ کلي کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی چې دوه وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.

د مشال راډیو خبریال د ځايي خلکو له خولې وايي چې په دې برید کې هغه دوه وسله وال طالبان په نښه شوي دي چې د واڼه د ډوګ په کلي کې د طالبانو له مرکز سره نژدې پر موټر سایکل سپاره وو.

ځايي خلک زیاتوي چې په وژل شوو وسله والو کې یو د ځايي قومندان ملا نذیر مهم کس وو چې رحمان الله نومیږي.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په دې ورستیو کې زیاتوالی راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG