د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه: د بې پیلوټه الوتکو برید، دوه وسله وال وژل شوي



واڼه - د شنبې پر سهار څه کم نهه بجې د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان د واڼه په ډوګ کلي کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی چې دوه وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.

د مشال راډیو خبریال د ځايي خلکو له خولې وايي چې په دې برید کې هغه دوه وسله وال طالبان په نښه شوي دي چې د واڼه د ډوګ په کلي کې د طالبانو له مرکز سره نژدې پر موټر سایکل سپاره وو.

ځايي خلک زیاتوي چې په وژل شوو وسله والو کې یو د ځايي قومندان ملا نذیر مهم کس وو چې رحمان الله نومیږي.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په دې ورستیو کې زیاتوالی راغلی دی.

امریکا په بیا بیا پاکستان ته ویلي چې پر خپله خاوره دې د وسله والو ضد عملیات وکړي خو پاکستان بیا دریځ خپلوي چې پر یو وخت په ډېرو ځایونو کې نشي جنګېدای.

په دې وروستیو کې د واشنګټن و اسلام اباد تر منځ د اړیکو له خرابېدو سره پاکستاني واکدارانو په ښکاره ویلي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د پاکستان د خپلواکۍ ضد دي.
XS
SM
MD
LG