د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امريکا اړيکې : د نظرونو جنګ


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن

ژباړه: عبدالحی کاکړ

پاکستاني ليکوال امتياز ګل د پاکستان او امريکا په اړيکو په انګريزي مجله نيوز لائن کې ليکل شوې مقاله کې دواړو هيوادونو ته د اړيکو د ښه کولو لپاره د مينځ لارې د را ايستلو مشوره ورکوي.


پاکستاني مجلې نيوز لائن د امتياز ګل مقالې ته ؛ د پاکستان او امريکا اړيکې : د نظرونو جنګ ؛ عنوان ورکړی دی.


ليکوال په پیل کې د دواړو هيوادونو متضاد نظرونه په تفصيل سره بيانوي.


دی د امريکا نظر د امريکايې خبريال ډينيل ډي ګراشيا څو مياشتي وړاندي د ليکل شوې مقالې د لاري تشريح کوي.


په مقاله کې امريکايې ليکوال دا پوښتنه را پورته کړې وه چې په داسي حال کې، پاکستان د هغو اورپکو پر ضد همکاري نه کوي او له دهوکې کار اخلې چې امريکايې او افغان پوځيان وژني نو آيا دا جوهري هيواد د امريکا د نهه سوه اتويشت ملينه ډالره اقتصادي مرستي حق لري.


د پاکستاني ليکوال په وينا د امريکايې خبريال دا پوښتنه د امريکا د نظر او د خفګان څرګندونه کوي. ډينيل دا پوښتنه هم راپورته کوي چې امريکا پر پاکستان چې د حقاني شبکې کومک کوي بايد ولي باور وکړي.

له دې وروسته امتياز ګل بيا د پاکستان نظر تشريح کوي. دی وايې چې اسلام آباد فکر کوي چې له امريکا سره يې د ملګرتيا قيمت د لوی انساني ، مالي او سياسي تاوان په شکل کې ادا کړی دی.


پاکستان دا هم وايې چې امريکا ددې هيواد په ګټو او جذباتو انديښمنه نه ده. په سلاله چيک پوسټ د بريد بخښنه نه غواړي او د ډرون بريدونه يې جاري ساتلي دي.


ليکوال د واشنګټن او اسلام آباد د دواړو متضاد نظرونو د تشريح کولو وروسته بيا د هغو هلو ځلو تفصيل ورکوي چې دواړه هيوادونه يې د اړيکو د سمولو په برخه کې کوي. خو دده په وينا تر اوسه د دوی په نږدې والې کې څه پر مختګ نه دی شوي.


امتياز ګل پوښتنه را پورټه کوي چې آيا دواړه هيوادونه پر ځای ولاړ حالت زغملۍ شي او که نه؟


دی زياتوي دواړه هيوادونه پکار دي د خپلو حدونو په ټاکلو او مځکني حقيقتونو ته په کتو سره بايد د مينځ لاره راوباسي .
XS
SM
MD
LG