د لاسرسي ځای

تازه خبر

امن تحریک د ډاکتر شکیل اپریدي د سزا ضد اپیل کړی


ډاکټر شکیل اپریدی
ډاکټر شکیل اپریدی


بشير ګواښ – مشال راډيو

پراګ:- د منګل باغ په مشرۍ لشکر اسلام ډلې له امريکې سره د اسامه په معلومولو کې مرسته کوونکي ډاکټر شکیل اپریدي سره له تعلق لرلو انکار کړی او ويلي يې دي که په لاس ورغی نو وبه يې وژني. بل خوا ډاکټر اپريدي سره قانوني مرسته کوونکی امن تحريک وايي د هغه د درې دیرش کاله قيد سزا خلاف يې اپيل جمع کړی.

د لشکر اسلام ډلې له خوا له امريکا سره د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کوونکي، ډاکټر شکيل اپريدي سره د تړاو د نه درلودلو له رپورټونو وروسته د ډاکټر اپريدي لپاره قانوني ملاتړ کوونکي امن تحريک وايي د هغه د راخلاصولو لپاره يې اپيل جمع کړی.

امن تحريک چې د فاټا د وکيلانو اتحاديې سره په شريکه د ډاکتر اپريدي لپاره د قانوني مرستو برابرونکی دی وايي نوموړی بايد له زندانه خوشی شي. د امن تحريک مشر ادریس کمال مشال ريډيو ته وويل:

((زموږ دوه وکيلانو نن اپيل جمع کړ او ورسره به سبا شپږ نور وکيلان خپلې وکالت نامې او کاغذونه جمع کوي. موږ وايو چې د ډاکټر اپريدي سره بيخي ناجايزه کيږي. پر هغه لګيدلي تورونه په دروغو ولاړ دي. پکار ده چې هغه خلاص کړل شي. دا اپيل مو د ايف، سي، آر کمیشنر سره جمع کړی او که دلته مسله حل نه شوه نو بيا به د ایف، سي، آر ټريبيونل ته ورځو. دا اپيل مو د ډاکټر شکيل اپريدي د ورور په لاس جمع کړی.))

ډاکټر شکيل اپريدي نيزدې يو کال وړاندې ایبټ اباد کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د کور د معلومولو لپاره د ويکسين دکمپاين د چلولو له لارې امريکايانو ته د جاسوسۍ کولو له وجې ونيول شو خو تيره هفته د خیبر ايجنسۍ پولیټيکل انتظاميې د هغه په اړه په کړي فيصله کې ويلي چې نوموړي ته د لشکر اسلام ډلې سره د مرستې له امله سزا ورکړل شوي.

ایجنسي پرانس پریس خبري اژانس د لشکراسلام ډلې د يو قوماندان له خولې ليکلي چې ډاکټر شکيل اپريدي امريکا سره داسامه په پيدا کولو کې مرسته غلط کار وو او که وي نيو نو ژوندی به يې وخوري. د دغه قوماندان په وينا له ډاکټر اپريدي يې اخیستي پیسې د هغه له خوا په خیبر ايجنسۍ کې له ناروغانو د ډير فیس اخيستو جريمه وه.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بريګيډير سعد وايي چې پر ډاکټر اپريدي يو بل ملک ته د جاسوسۍ لپاره مقدمه چليدلی شي خو زياتوي چې د لشکر اسلام ډلې د مشر منګل باغ څخه خلک ويريږي او آن د پارليمنټ غړي هم ورته له ويرې پیسې ورکوي نو مانا يې دا نه ده چې د هغوی سره به ډاکټر شکيل اپريدي په خپل زړه مرسته کړي وي. هغه زياته کړه:

((ماته په خیبر ايجنسۍ کې داسې څوک وښايئ چې له لشکر اسلام څخه نه ويريږي. داسې څوک چې منګل باغ ترې پيسې غوښتي وي او هغه دې نه وي ورکړي! په پيښور کې هم خلکو ته د منګل باغ پيغامونه ورځي چې هغوی ورته پیسې ورکړي کنه نو بيا يې اوچت کړي، وهي او ټکوي يې نو که ډاکټر شکيل اپريدي هم پیسې ورکړي وي نو په رضا خو به يې نه وي ورکړي يا دا چې لشکر اسلام يې ډير خوښ دی. که د هغوی علاج يې هم کړی نو د مجبورۍ له مخې به يې کړی وی. يا خوا دا تښتول شوی يا ورته ګواښونه شوي نو ځکه يې پيسې ورکړي. داسې خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړو هم د ويرې له وجې پیسې ورکړي نو بيا خو بايد دوی هم ونيول شي چې د پاکستان مخالفه خلکو سره يې مرسته کړي.))

دا چې پر ډاکټر شکيل اپريدي د لشکر اسلام د ناقانانو ګرځول شوي ډلې سره د تعلق او که د القاعده د ترهګرۍ ډلې په خلاف د امريکه سره د مرستې تور دی، په اړه يې پرون د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت وياند مارک ټونر خبريالانو ته وويل چې له پاکستانه په دې اړه وضاحت غواړي او زياته يې کړه چې د نوموړي د کورنۍ سره په ارتباط کې نه دي. هغه وويل:

((موږ له پاکستاني حکومت څخه د هغه رپورټونو په اړه وضاحت غوښتی چې ډاکټر شکيل اپريدي ته د يوې وسله والې ډلې سره د تړاو په تور سزا ورکړل شوي. موږ ته داسې ښکاري چې دا د نوموړي په اړه د دوی د هغه پخوانيوو تورونو سره فرق کوي. موږ کوشش کوو چې دا خبره واضحه شي. زه نه يم خبر چې د ډاکټر اپريدي کورنۍ له موږ څخه د مرستې غوښتنه کړي او کنه خو موږ دا مسله لکه څرنګه چې د بهرنيوو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي، په واضحه او ښکاره توګه راپورته کړي. نه پوهيږم د هغه په کیس کې موږ نور څه کولی شو خو موږ دا خبره ډيره جدي اخيستي او زموږ د بهرنيو چارو وزيرې ويلي چې د ډاکټر شکيل اپريدي د بندي ساتلو هیڅ جواز نه جوړيږي.))

بل خوا د ایشيا بشري حقونو کمیشن هم په پيښور مرکزي جيل کې د ډاکټر شکيل اپريدي ژوند ته د ورپيښ خطر او د هغه د دوی په وينا د قانونه نيونې له وجې اندیښنه ښودلي.
XS
SM
MD
LG