د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا پوځي مامورين پېښور ته رسېدلي: پينټاګون



هارون باچا - واشنګټن

د پينټاګون وياند کيپټن جان کېربي د زيارت په ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې د امريکا د پوځ دوه چارواکي، تېره اونۍ د پاکستان په خواست، په افغانستان کې د باګرام له هوايی اډې څخه د خيبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور ته ورسېدل-

وييل شوي دا امريکايي چارواکي به د پاکستاني پوځ له هغې يوې قطعې سره، چې له افغانستان سره لګېدلې بې قانونه سرحدي سيمې تر پوښښ لاندې راولي، د ايساف ځواکونو د رابطو د پر ځای کولو چارې سمبال کړي-

راپورونه وايی د امريکا په مشرۍ د ايساف ځواکونه باوري دي چې له القاعده سره تړاؤ لرونکي جنګيالي او طالب وسله وال د پاکستان په قباييلي سيمو کې پټن ځايونه لري-

د پينټاګون وياند تېره ورځ وويل چې په تاکتيکي او عملياتي برخو کې د ايساف ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ هم آهنګي که څه هم د پيل په مراحلو کې ده، خو د ښه کېدو په حالت کې ده، چې په راتلونکي کې د دې دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا له امله يې هيله هم وښوده- کيپټن کېربي البته د پاکستان له خوا امريکايي روزونکو ته دغه هېواد ته د بيرته داخلېدو د اجازې نه ورکولو او هم د ناټو پر مخ د خپلو اکمالاتي لارو د بند ساتلو په څېر د موضوعاتو يادونه وکړه، کومې چې د راپورونو پر اساس، د افغانستان په جګړه کې د امريکا د ستراتيژۍ مخ ته پرتې دوه مهمې ستونزې دي-

راييټرز اژانس په عين وخت کې ليکي، په مومندو د ناټو د تېر کال نومبر د مياشتې له هوايي بريدونو وروسته، چې ۲۴ پاکستاني عسکر پکې ووژل شول، په دغه مهمه سيمه کې د امريکايی پوځيانو شمېر صفر ته راټيټ شو- حال دا چې له يادې پېښې مخکې له ۲۰۰ نه واخلې تر ۳۰۰ پورې امريکايي پوځيان د پاکستان په خاوره موجود ول، چې هدف يې له ترهګرو سره د مقابلې له پاره د دې هېواد د ځانګړيو ځواکونو روزنه وه-

ناټو د مومندو پېښه يوه حادثه وبلله، خو پاکستان يې پر وړاندې له غوسې ډک غبرګون ښکاره کړ- په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو د اکمالاتو پر مخ يې خپلې لارې وتړلې او هم يې د امريکا پوځي مامورين له هېواده واېستل- په دې سربېره، پاکستان له امريکا څخه د مومندو د پېښې له پاره د رسمي بښنې غوښتنه هم وکړه-

په داسې حال کې چې څه باندې يو کال وړاندې په ايبټ اباد ښار کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته، امريکا د پاکستان په استخباراتو کې د افراطيانو د ملاتړو کسانو د شتون په اړه اندېښنې لري، ولسمشر براک اوباما د مومندو په واقع د تشې تورې خواشينۍ په ښکاره کولو اکتفا وکړه-

پاکستان تېره اونۍ د امريکا په شېکاګو ښار کې د افغانستان په اړه د ناټو په سرمشريزه کې ګډون وکړ، خو د اکمالاتي لارو د بيرته پرانېستلو په سر پاييدونکي اختلاف امريکا او پاکستان پرې نه ښودل چې خپلې خرابې اړيکې بيرته سمې کړي-
XS
SM
MD
LG