د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوالو ته ږغ شوی له مومندو دې ووځي


په پېښور کې یو وړوکی افغان ماشوم چې د ملکونو ترمنځ په کرښو خبر هم نه دی
په پېښور کې یو وړوکی افغان ماشوم چې د ملکونو ترمنځ په کرښو خبر هم نه دی


د راپورونو له مخې د مومندو په یکه غونډ سیمه کې په سلګونو هغو کورنیو ته چې له تیرو څو لسیزو راهیسې دغلته دیره دي تر را تلونکې جمعې پورې افغانستان ته د ستنیدو امر شوی.

پاکستاني چارواکيو په مومندو قبائلي سیمه کې دیره افغان کډوالو ته خبر ورکړی، چې د جون میاشتې تر لومړۍ نیټې له سیمې ستنېدل پیل کړي.

د چارواکیو د معلوماتو له مخې د افغان کډوالو د ویستو دا لړۍ به له یکه غونډه پيلیږي او په نژدې راتلونکي کې به د مومندو اجنسۍ نورو سیمو ته هم وغځول شي.

د یکه غونډ تحصیلدار یا عالي رتبه سرکاري مقام شمس الاسلام مشال راډیو ته وویل، چې تر یادې نيټې وروسته به ټول قانوني او ناقانونه افغان کډوال د تورخم په پوله ور واړوي :

( دا د پاکستان د دولت پالیسي ده، چې افغان کډوال باید له خیبر پښتونخوا او قبائلي سیمو څخه وایستل شي، په دې کې قانوني او ناقانونه نشته ټول به ایستل کیږي، یعنې که څوک کارت لري او که نه په دواړو صورتونو کې به يې له دې خاورې وباسو.
په مومند اجنسۍ کې د موجودو امنيتي ستونزو له امله نور په دې سیمه کې افغانان نشو زغملی او بله خبره داده چې بس دی دلته يې ډیر وخت تیر کړ او نور باید خپل هیواد ته ستانه شي)

بلخوا په سیمه کې دیره افغان مهاجرین، چې په خبره يې ډیری يې د اوسیدو قانوني اسناد هم لري د دولت دا پریکړه د نړیوالو اصولو پرضد یو ګام بولي او غوښتنه کوي، چې یا خو دې دا ضرب الاجل تمدید کړل شي او یا دې د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې د اوسیدو اجازه ورکړل شي :

(زما نوم علي احمد دی او د یکه غونډ اصلاحي کميټۍ مشر یم. پاکستان چې زموږ په اړه کومه پریکړه کړې دا په هیڅ صورت د عملي کیدو نه ده ځکه چې دلته موږ له تیرو څو لسیزو راهیسې اوسیږو هرچا یو کار روزګار روان کړی، بل زموږ ډیری خلک د مرمرو یا ماربل تیګو کاروبار کوي او په ملیونونو کلدارې پانګونه يې کړې نو څنګه کیدی شي چې د څو لسیزو کاروبار په څو ورځو کې راغونډ کړو)

(نوم مې قاري عبدالواحد دی او له تیرو شلو کلونو راهیسې په دې سیمه کې ژوند کوم. خپل هیواد ته په تګ نه یم خپه بلکې په خوشحالیۍ سره به ستون شم خو ستونزه په دې کې ده چې هلته زه د سر سیوری نه لرم نو چې لاړ شم چیرته لاړم شم او چیرته و اوسیږم)

په اسلام اباد کې د افغانستان دسفارت کلتوري او مطبوعاتي مسوول زردشت شمس د کډوالو بیرته ستنیدل د هیواد په ګټه بولي خو وايي چې پاکستان باید د نړیوالو اصولو او د افغان دولت د ستونزو په پام کې نیولو سره اجرات وکړي :

(د کډوالو د بیرته ستنیدو په لړ کې د افغان دولت دریځ روښانه دی، موږ غواړو چې په پاکستان او نوره نړۍ کې دیره افغانان ډیر زر خو په آبرومندانه ډول خپل هیواد ته ستانه شي . خو اصل خبره داده چې بیرته ستنیدنه باید رضاکارانه وي او هیڅوک په زور ونه ایستل شي.

د پښتونخوا صوبايي حکومت چې مهاجرینو ته کوم ضرب الاجل ټاکلی موږ يې له تشویش سره مخ کړي یو ځکه چې دا به د ډیرو ستونزو سبب شي.

له دې کاره په خبرو سره موږ سمدستي له ټولو اړوندو پاکستاني چارواکيو سره کتلي او هغوی مو د موضوع له حساسیته خبر کړي او دا مو ورته ویلي چې دا کار به ډيرمنفي انعکاسات ولري.)

بلخوا د یکه غونډ تحصیلدرا شمس الاسلام بیا وايي، چې یوه میاشت وړاندې يې د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت او د پاکستان د مرکزي دولت له خوا د احکاماتو له ترلاسه کولو سره سم افغان کډوالو ته خبر ورکړی و چې د جون تر لومړۍ نیټې وړاندې دې خپل هیواد ته ستانه شي کنه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

سرکاري چارواکي وايي دا مهال په یکه غونډ کې ۴۹۳ کډوالې کورنۍ دیره دي خو ځايي خلک بیا اصل شمیر ۶۳۴ ښيي او وايي، چې ډيری هغه يې د اوسیدو قانوني اسناد هم لري.

په یکه غونډه کې دیره افغان کډوالو ته په داسې حال کې له سیمې نه د وتو امر شوی، چې یواځې یوه ورځ وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومت په پيښور کې د ناقانونه افغانانو د نیولو او تر یوې مودې بند وروسته د تورخم په پوله اړولو خبر ورکړ.

د یوې اندازې له مخې دا مهال په پاکستان کې تر یو ملیون زیات افغان کډوال د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

دغه افغانان چې د بیلابیلو مجبوریتونو له مخې لا هم له هیواده بهر ژوندکوي د پاکستان وروستیو اقداماتو اندیښنمن کړي او غوښتنه کوي، چې نړیواله ټولنه او افغان دولت باید دغې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي.


مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG