د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د دوو نویو صوبو جوړولو لپاره دې کمیشن وټاکل شي"


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د قامي اسمبلۍ سپیکرې ډاکترې فهمیده مرزا ته د دوو نویو صوبو د تشکیل له پاره د ۱۴ کسیزه کمېشن جوړولو مکتوب استولی دی.

د ولسمشر ویاند فرحت اله بابر په یوه بیان کې ویلي، دا مکتوب یا ریفرنس بېګا د شپې سپیکرې ته استول شوی چې په کې د قامي اسمبلۍ او سینېټ د شپږو، شپږو او د پنجاب اسمبلۍ پر دوو غړو مشتمل کمېشن جوړولو ویل شوي دي.

د رېفرنس تر مخې دا کمېشن به په اوسنۍ پنجاب صوبې کې د ملتان او بهاولپور د صوبو جوړولو پر معاملې غور کوي او د دې مقصد له پاره به په ایین یا اساسي قانون کې بدلون کوي.

د بابر په وینا، دا کمېشن به په یوه میاشت کې خپل رپورټ وړاندې کوي او تر دې وروسته به د نویو صوبو د جوړولو له پاره په ایین کې بدلون راوستل کېږي.

تر دې مخکې د پاکستان قامي او پنجاب اسمبلیو د نویو صوبو د جوړولو پرېکړه لیک یا قرار داد منظور کړی وو.

په پاکستان کې د نویو صوبو جوړولو موضوع ډېری تود شوی چې پکې د سرایکي، باولپور، فاټا، د بلوچستان د پښتنو لپاره (جنوبي پښتونخوا) په ګډون د خیبر پښتونخوا په هزاره سیمه کې د نویو صوبو غږونو سر راپورته کړی.
XS
SM
MD
LG