د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شاوليکوټ کې ١٢ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې




کندهار ـ افغان پوليس وايي، بیګا شپه یې د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالي کي د دولت ضد وسلوالو سره په نښته کې ٨ تنه مخالفين وژلي او څلور نور یې ژوبل کړي دي.

دوی زیاتوي، نښته برایه شپه اته بجې د يادي ولسوالۍ د وچ باختو په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي د وسلوالو مخالفينو يوې ډلي په سيمه کي د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته باندي وسله واله حمله وکړه.

په افغانستان کې امنیتي چارواکي دا هم وايي چې د کندهار ولايت په زيات شمېر ولسواليو کي د محلي پوليسو په جوړېدو سره د امنيت او حکومتدارۍ په برخه کې ډېره مرسته شوېده. د دوی په خبره همدا وجه ده چې د دولت مخالفین د خپلو بریدونو پرمهال له تاوان سره مخامېږي.
XS
SM
MD
LG