د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ډاکټر شکیل سره هیڅ تړاو نه لرو. لشکر اسلام






لشکر اسلام اورپکې ډلې له ډاکټر شکیل سره د تړاو لرلو خبرونه رد کړي او وايي که هغه په لاس ورغلی نو ان به یې وژني. دغه ډلې له هغې وروسته خپل بیان خپور کړی چې په پاکستان کې یو عدالت وایی، هاغه ډاکټر چې د اسامه بن لادن په موندلو کې یې د امریکا مرسته کړې وه، له سي آی اې سره د تړاو لرلو له کبله نه بلکې له یوې وسله والې ډلې سره په مرسته کولو بندي شوی دی.

تېره اونۍ په خیبر قبایلي سیمې کې یوه عدالت ډاکټر شکیل اپرېدی غدار ګرځولی وو او ورته یې ۳۳ کالونو لپاره د بند سزا اورولې وه.

هاغه وخت پاکستاني چارواکو ویلي وو اپرېدی د اسامه بن لادن په موندلو کې له سي آی اې سره د مرستې پر بنياد بندي کړل شوی دی چې د ۲۰۱۱م کال په دویم مې په یوه امریکايي کې ووژل شو.

خو اوس د شورو/چارشنبې په ورځ د عدالت لخوا په خپره شوې فیصله (دوسیه) کې ویل شوي چې داکټر شکيل له نا قانونه ګرځول شوي وسله والې ډلې لشکر اسلام سره په تړاو لرلو زنداني شوی دی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG