د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي جرګې اعلامییه، د پښتونخوا میپ شلون




خالد خان - مشال راډيو

پېښور:- په پيښور کې د دوه ورځنۍ قامي جرګې په پای غونډه کې جاري شوې اعلامییه کې پر نړیوالې ټولنې ږغ شوی چې په سیمه کې د امن راوستو لپاره دې له ښکېلو غاړو سره د جوړجاړي لاره خپله کړي. خو د پښتنو یو بل لوی ملتپالي سیاسي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له دغه قامي جرګې شلون(بایکاټ) وکړ.


پښتون ملتپالي سیاستوال لطیف اپریدي د اعلامییې وړاندې کولو پر مهال د افغان جګړې ذکر وکړ چې له څه باندې یو لسیزې راهیسې روانه ده او منفي اثرات یې په لر او بر افغانانو او سیمه پریوځي.

په اعلامیه کې په بهرنیانو ږغ وشو چې د جګړې نه دې لاس واخلي او د شخړې د هواري لپاره د سولې او تفاهم لاره خپله کړي.

په اعلامیه کې بهرني مداخلت د ودرولو هم غوښتنه وشوه. له دې سره سره له پاکستان او افغانستانه غوښتنه وشوه چې د سولې لپاره دې خپل کردار و لوبوي.

په اعلامیه کې پر نړیوالې ټولنې باندې غږ وشو چې د پښتنو په سیمه کې د پرمختګ کارونه پیل کړي. او د ټاکل شوي وخت سره سم دې له افغانستانه وځي.

په اعلامیه کې په پاکستان کې میشت د افغان کډوالو هم ذکر وشو چې بې ځایه دې و نه ځورول شي.
لطیف لالا د اعلامییې وړاندې کولو نه مخکې په خپلو څرګندونو کې وویل چې په اعلامییه کې دوی له افغان پښتون ولس سره تړلي ځینې ټکي نه دي څېړلي ځکه چې پر هغې د ځينو ګوندونو تحفظات ول.

افضل خان لالا چې دغه جرګه یې رابللې وه ، په خپله وینا کې د پښتون وحدت خبره وکړه چې پښتون افغان یو قام دی، یو قام وو او یو ملت به جوړېږي. خو په اعلامییه کې د منځنۍ پښتونخوا (قبایلي سیمې) جنوبي پښتونخوا(د بلوچستان شمال) او لروبر پښتنو د یووالي او وحدت په باب هیڅ هم ونه ویل شول.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر افراسییاب خټک د افغان شخړې د هواري لپاره ځینې وړاندیزونه وکړل. چې دده په خبره په لومړي سرکې بابد د ټولو ښکېلو افغان غاړو ترمنځ خبرې اترې وشي، دویم باید د افغانستان په کشاله کې ټول سیمه ییز لوبغاړي خپلو کې ناسته او خبرې اترې وکړي، ځکه چې مخکنیو تجربو دا ښودلې ده که دغسې همنظري پیدا نه شي ، تفاهم پیدا نه شي نو افغان خپلمنځي خبرې نه شي کامیابېدای. ځکه چې ګاونډیان به خپل خپل حامیان وهڅوي چې له یو بل سر تکر او تصادم ته ولاړ شي. او دریم یو جهاني کرښه په کار ده ځکه چې نړیوال قوتونه اوس دې جګړې کې ښکېل شوي دي، نو په لهذا د هغوی ګډون هم په دې کې ضروري دی. خو ددې لپاره مهمه دا ده چې دغه درې واړې پر یوځای پر مختګ وکړي.

په دغه قامي جرګه کې ملتپالي سیاسي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او پیپلز پارټۍ شیرپاو ډلې ګډون ونه کړ.

په پېښور کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر مختیار خان یوسفزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په دې جرګه کې داسې ګوندونه هم رابلل شوي وو چې هغوی د پښتون وطن او پښتانه قام لپاره هیڅ مثبت سوچ نه لري.

” دغه قامي جرګه پر داسې مهال رابلل شوې وه چې په ترهګري ده په هغه کې افغان وطن پښتون وطن لاندې باندې سوځي. نو ددغه د نجات لپاره پکار ده هغه قوتونه راغونډ شوي وای ، کوم قوتونه چې ددې خاورې ددې وطن نجات غواړي. کوم قوتونه چې تره ګرۍ خاتمه غواړي. اوس په دې جرګه کې هغه قوتونه هم رابلل شوي دي کوم چې د تره ګرۍ خاص موسیسین (بنیاد جوړونکي) دي. د ترهګرۍ ملاتړۍ او په دې مانا د تره ګرۍ خاص ملګري دي.


په دې جرګه کې چې د مې په ۲۹مه نېټه پیل شوې او په ۳۰ م می پای ته ورسېده. په دې کې د عوامي نېشنل پارټۍ، پاکستان پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ نواز، جمعیت علما اسلام، او مسلم لیګ ق علاوه له افغانستانه ، خیبر پښتونخوا، منځنۍ پښتونخوا( فاټا) جنوبي پښتونخوا( شمالي بلوچستان) او د نړۍ له بیلا برخو نه یو شمېر لیکوالانو او مشرانو ګډون وکړ.
XS
SM
MD
LG