د لاسرسي ځای

له وژل شویو بلوڅانو سره حکومت مرسته اعلان کړه


بلوڅ پاڅونکي د وژل کېدو وروسته غورځول کېږي

بلوڅ پاڅونکي د وژل کېدو وروسته غورځول کېږي



نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان حکومت اعلان کړی چې اوس که چرې هم مسخ شوي مړی ترلاسه شي، نو حکومت به یې پر سر په بدل کي مالي مرسته له کورنۍ سره وکړي.

دا اعلان له هغه وروسته راغلی،کله چې په سپریم کورټ کي له تیرې څه مودې راهیسې روان د بلوچستان امن وامان او لادرکه کسانو په کېس کي د مسخ شویو او لادرکه کسانو پر ستونزه عدالت په بیا بیا د خفګان څرګندونې وکړې

دبلوچستان د کورنو چارو محکمې سیکرټر،نصیب الله بازیي مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل،چې سرکار اوس پریکړه کړې چې د نورو پېښو په شان، د مسخ شویو مړیو او په ورته پېښو کي د ټپي شوي کس کورنۍ ته به حکومت معاوضه یا په بدل کي پېسې ورکوي.

نوموړي زیاته کړه٫٫ پخوا به چې کله څوک په قدرتي آفتونو کي یا بمي چاودنو کي تاواني شو، نو حکومت به مالي مرسته ورسره کوله،خو اوس موږ فکر وکړ چې د مسخ شویو مړیو کورنۍ له غړیو سره هم د مرسته کولو پالیسې جوړه کړو او دغه رنګه موږ دغه پالیسې برابره کړه.تیره ورځ وزیراعلی په دغه لړ کي زموږ له اړخه لیږل شوی لیک یا ٫٫سمري٬٬ لاس لیک کړه.یاني دغه ګام باقاعده منظوري هم ترلاسه کړې.٬٬

نصیب الله بازیي زیاتوي،د مسخ شوي ,مړیو پر سر به حکومت ټاکل شوې پېسې ورکوي،خو له یو څه شرطونو سره٫٫موږ به پر سړي سرمړي ۴ لکه پاکساني روپۍ او په ورته پېښو کي ټپي شوي کس ته ۱ لک روپۍ ورکوو،خو شرط به دا وي چې دغه کسان تر شا څه مجرمانه ریکارډ نه لري او دوي پخوا په څه غیر قانوني کارونو کي نه وي ککړ٬٬

خو د بلوڅ ملت پاله ګوند،بلوچستان نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر،آغا حسن بلوڅ وایي، حکومت دې بلوڅان په پېسو نه تېر باسي او پر ځای د دې چې پېسې ورکړي، ددغه ستونزه د له منځه د وړلو لپاره دي ګامونه واخیستل شي٫٫ګوره،که لادرکه کسان په څه جرم ککړ وي،نو راشه،پاکستاني عدالتونو ته یې پېش کړه او که دی مجرم ګرځول کیږي،بالکل به یې موږ هم درسره منو،چې دا مجرم کس دی،خو داسي نو مه کوه،چې یو وار یې لادرکه کړې او بیا یې مړی مسخ کړې او په غرونو،بیابانونو یې و غورځوې.٬٬

د بلوچستان کورنو چارو محکمې سیکرټر نصیب الله بازیي دا هم وویل چې د دوي په ریکارډ کي تر دې دمه ۲۸ مسخ شوي مړي ترلاسه شوي او دوی د هغو پر سر هم مالي مرسته کوي،خو بلوڅ ملت پالې بیا دغه شمېره سمه نه بولي .دوی وایي په تیرو څو کلونو کي د سلګونه بلوڅ سیاسي کارکونکیو مړي ترلاسه شوي دي.
XS
SM
MD
LG