د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیدو شریف وران زندان بندیان کړوي



راپور:- نيازاحمدخان مشال راډيو

د سوات اوشانګلې له پاره د سيدوشريف زندان د ۲۰۰۵ م کال په کې وران شوی وو چې لا هم له نوې سره نه دی جوړ شوی . ددې له وجې په زرګونوقيدان ، په مقدمو کې ښکېل کسان او د هغوی خپلوان له ګڼو مشکلاتو سره مخامخ دي.

دسیمې د پولیس څانګه وايي چې دا مهال د سوات او شانګلې څه باندې ۵ زره کسان له سیدو شریفه ۱۰۰ کلومیټره لرې د چکدرې او بونیر په جېلونو کې بندیان دي چې پکې د تره ګرۍ په پېښو کې تورن هم راځي.

دوی زیاتوي چې په دغه جېلونو کې لا د وړاندې د بندیانو شمېره ډېره ده او په دوی کې هره ورځ څه نا څه سل تنه په سخته امنیتي بدرګه کې له چکدرې او بونیره د مقدمو اورېدو لپاره سیدو ته راوړل کېږي.

دخوازه خيلې سوات يواوسيدونکی فضل غفاروایي چې د هغوی یو رشته دار د ډګر بونير په جيل کې بند دی او کله یې هم مقدمې يا ملاقات ته ورځي نوډېره خرچه پرې راځي.

دسوات بار ايسوسيېشن پخوانی صدراضغرخان وکيل وايي چې د جيل نيشتوالي له وجې انصاف ورکول هم ځنډنی شي. ځکه چې له لرې سیمو پر وخت د قیدانو نه راتګ او کله نا کله د یوه قیدي ضمانت او یا هم د خوشي کيدو امرجاري شي خو د لرې واټن له وجې هغوی ته حکم نامه ميلاونه شي چې په دې سره قيديان تر وخت زيات بند تيرکړي . او بله دا چې په تلو راتلو کې د خطرناکو قیدیانو د تیښتېدو ویره هم شته.

حکومتي سرچینې وايي چې د زندان بیا رغولو پلان جوړ شوی او ښايي په راتلونکې کال کې پرې کار شروع شي.
XS
SM
MD
LG