د لاسرسي ځای

اته تنه افغان پولیس ووژل شول




رپورټونه وايي، د افغانستان په شمال ختيز کې اته تنه افغان پولس د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې هغه مهال ووژل شول، چې د غره پرسر د هغوی پر يو پوسته یې د شپي مهال شاوخوا څلور ساعته جګړه جاري وه.
د بدخشان ولايت د والي وياند عبدل معروف راسيخ وايي، وسلوالو د ولايت په واردوج ولسوالي کې د ګل په ورځ يرغل وکړو. دوی وايي، په جګړه کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي، او يو پوليسواله لا اوس هم بې درکه دي.

بلخوا په ننګرهار ولايت کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې د چارشنبي په ورځ دري حکومتي کاروکونکي وژل شوي دي.

په يوه بله پيښه کې ناټو وايي په د افغانستان په سويل کې د کور جوړ شوي بم چادونه کې د ايساف يو سرتيری وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG