د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډالۍ ګرانې حسیبې ته




باران دې خوښیدو
ډیر مې وژړل ، لاړې معغرورې لیونۍ
تمه نه شوې باران لاړو
ته لاړې خندا لاړه ژوندن لاړو
تورې وریځې غوریدې د باران خبر یې راوړ
لیونۍ په خوب ویده وې څه شیبه شیبه باران وو
خبرې د سمون سمون کیدلې
لیونۍ تا نه کتلې
ډیر مې وژړل ، لاړې معغرورې لیونۍ
تمه نه شوې باران لاړو
ته لاړې خندا لاړه ژوندن لاړو

دوعا مې ډیره وکړه ما وي که سترګې مې خوږې ستا په لیدو شی
ګوندې زخمونه مې ټکور ستا په کتو شي
ته دهغه ګلاب غوټۍ وې چې پسرلی دې په ښکلا نازیده
وې هغه څانګه چې د سیلۍ پروا یې نکړه
ته د هغه شباب مستی وې چې یو رپ کې لاړې
ته لاړې خندا لاړه ژوندن لاړو
تا خو غمونه شرمول چې دې خندل
تا تور قسمت ته څه ټکونه ورکول
ته لاړې خندا لاړې ژوندن لاړو

فریده هوډ سیفي
۱۸ می ۲۰۱۲
پراګ ازادي راډیو
XS
SM
MD
LG