د لاسرسي ځای



احمد شیبر - پراګ

حسیبې شهید لږ شعر وایه خو له تیرو څه باندې دو کلونو چې دې په کابل کې له ازادي راډيو سره کار بس کړ او په پراګ کې یې له مشال راډیو سره ژورنالیزم پیل کړ شعر ویل یې لږ ډیر کړل. په لنډه موده کې یې د هغه شعرونو په پرتله چې په کابل کې یې ویلي و داسې واټن پیدا شو لکه د کابل او پراګ تر منځ چې مځکه غځیدلې ده. د دې شعر دی:

لکه باران راباندې ووریدې
خو لمده نه شوم
زما او ستا تر منځ چترۍ ده

تیرکال چې کله حسیبې شهید دا شعر ولیکه نو د چترۍ سیمبول ډول ډول تعبیریدای شوای خو اوس چې دې له نړۍ سترګې پټې کړې دي د دې او دوستانو تر منځ یې دا چترۍ د دنیا او اخرت تر منځ فاصله ګڼلی شو.

پر حسیبې شهید چې د دې له مرګې وروسته چا څه لیکلي دي نو په یوه نه یوه ډول یې د دې خندانې څیرې ته اشاره کړې ده. د دې شعر ته که بیا څوک ځیر شي ژور غم پکې پروت دی:

اسمان ژاړي
دریاب ناڅي
ورته ځیر شه!
دغه ژوند دی؟!

د ژوند لپاره په یوه بل شعر کې پوښتي:

ژوندون څه دی؟
د شتمن منډه
چې یې خواړه هضم شي
د غریب منډه
چې څه پیدا کړي د خوړو لپاره

دا شعر تیر ژمی حسیبي شهید لیکلی و خو کله چي د مي نهمه په پراګ کې په ترافیکي پیښه کې ټپي شوه بیا کوما ته لاړه او د مرګۍ تر ساعته یې نه د شتمن په څیر او نه د خوار په څیر منډه ووهله.

حسیبه شهید هغه څوک ده چې ښایي له راډیو او ژورنالیزم سره اشنا افغانان د دې د نوم له اوریدو سره وار له واره پر هغې د خبریالې حکم وکړي خو دا لکه د ښو لنډیو شاعره، لایې هم څوک نه پيژني.

د حسیبې شهید هغه شعرونه چې په تیرو نژدې دوو کلونو کې یې په پراګ کې ویلې دي له هغو شعرونو سره چې مخکې یې په افغانستان کې ویلي و له معنوي پلوه دا توپیر لري چې په نویو یو شمیر شعرونو کې یې د اروپایي شعرونو په څير د ژوند فلسفه نغښتې ده، دا په یوه شعر کې وایي:

زه د شاتو مچۍ
په سورکي ګل مینه
سهار ماښام ترې نه چاپیره یمه
که اې محتاجه د شیرې نه وای
او په هوا مې ژوند ممکن وای
بیا مې نو کله هم خولګۍ نه وروړه

حسیبه شهید د پرخې په څیر د لمر د وړانګو میلمنه شوه او هسک وروغوښته ، د دې شعر دی:

د دې ګورو زلفو سیوري
شپه تیاره کړه
لمره تم شه
مه راخیژه
ستا له سترګې سره پرخه بیرته ځي

حسیبه شهید هغه شاعره وه چې د دې له شعرونو اوس دا درکولی شو چې مرګي توره غیږ ورته پرانیستې وه. د ستا د تګ ځواب تر سرلیک لاندې شعر کې یې ویلي و چې ستاسو له ښاره لیږدم:

ځمه، ځمه ځمه
له دې ښاره
وځم وځم
خو ها عکس چې
ما له سترګو رااخیستی
ها له مانه وړلی نه شې
ته پوهیږې
هاغه عکس مې
په یوه سیف کې دی پټ کړی
مخکې پوست دی، بیا هډوکي او بیا وینه
که دې وڅیره دا پوست
که دې مات کړ دا هډوکی
که دې وشیندله وینه
بیا یې هم اخیستی نه شی
ځکه زړه به تر هغو غورځي چې ژوند وي

حسیبه شهید د مې په نهمه په شپږم پراګ کې موټر ته ناسته وه چې ټکر یې وکړ. موټر د سړک غاړې ته یوې کندې ته چې ډیره ژوره نه ده ولوید، هلته ونې دي، بوټي دي، کډی دی. دغه سیمه، دغه ځای، دغه پیښه، حسیبې شهید څو میاشتې مخکې د ( ما لټاوه ) په نوم شعر کې انځور کړې:

ژوندون ځواب نه لاره
زه هرې خواله لاړم
ما هر یو ور وواهه
سمه او غر مې ولید
ښار او بدیا له لاړم
له ما نه ورک شو هغه

×××××××

نا ببره اشنا غږ شو
ورله ځیر شوم
پسې لاړم
ساه په ساه شوم
تري تم شو

××××××

شپه پخه شوه
نیمه شپه توره تیاره شوه
زه پریشانه
لاره ورکه
ورک مې ورک و
چې ناڅاپه
بیا یو غږ شو
غږ د توپان و
غږ د حیوان و
ویریدلې
ترهیدلې
د ازغن بوټي ترشا شوم
خو، زه هلته خوندي نه وم
حیوان راغی
د هوس هیله یې وکړه
ما له ویرې یوې ژورې ته ترې ټوپ کړل
هغه غږ مې بیا تر غوږ شو
ما کړه غیږه ورله خلاصه
غږ مرګی و
زه یې خوا پورې کړم ټینګه

همدې مرګ د مې په اوولسمه د تل لپاره حسیبه شهید له ځان سره یووړه، یاد به یې د شعر دوستان کوي په تیره بیا هغه کسان چې په شعر کې د ژوند له فسلفې خوند اخلي.
XS
SM
MD
LG