د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م پر کابل ټینګار کړی چې د اپیمو پیداوار ختم کړي




ملګرو ملتونو په سه شنبه/ګل ورځ پر افغان چارواکو غږ کړی چې په هېواد کې دنشيي توکو دپېدا وار د مخ نیوي لپاره دې خپلې ټولې اغېزناکې هڅې وکاروي.

د نشيي توکو او جرمونو په اړه دملګرو ملتونو د دفتر مشر یوري فېدوتو ویلي افغانستان د کوکنارو د فصل ختمولو په لړ کې لږه ډېره بریا ترلاسه کړې. نوموړي دا خبرې په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ملاقات وروسته کړي.

بلخوا ولسمشر کرزي ویلي که څه هم د نړۍ د زیاتره اپیمو د رسد تور په افغانستان لګول شوی خو دا ذکر نه دی شوی چې ګټې یې چاته رسېدلې دي.

د کرزي د دفتر لخوا جاري کړل شوي بیان وايي، د نشيي توکیو سمګلینګ او نړیواله تره ګري یو بل سره کلک تړاؤ لري، او ددې کاروبار په سمګلنګ کې ککړ زیاتره کسان افغانان نه دي.
د دنیا ۹۰ فیصده اپیم په افغانستان کې پېدا کیږي.
XS
SM
MD
LG