د لاسرسي ځای

امریکا د هلمند پر کجکي بند ۴۷۱ میلیون ډالر لګوي


افغانستان: د هلمند کجکي بند د برېښنا تولیدولو یوه لویه سرچینه ګرځېدای شي

افغانستان: د هلمند کجکي بند د برېښنا تولیدولو یوه لویه سرچینه ګرځېدای شي


احمد شاه اعظمي - مشال راډيو

پراګ:- امريکا پلان لري چې د افغان جنګ د پای په کلونو کې د هلمند پر کجکي بند او برقي نظام ۴۷۱ ملينه ډالره ولګوي. د دې بند د جوړولو پلان د افغانستان پخواني باچا محمد ظاهر شاه د ۱۹۴۰مي لسيزي په نيمايي کې د خړوبولو او په دښته کې د کښت په موخه وکړی. د هغه وخت امريکايي ولسمشر هېري ټرومېن دا پروژه د شوروي اتحاد د مشر جوزيف سټالن په مقابل کي د نړيوال تسلط د برخې په توګه ومنله.

د کجکي بند په لومړي سر کې په ۱۹۵۳م کال کې تکميل شو او برقي نظام يې بيا په ۱۹۷۵م کال کې بشپړه شو. د افغانستان حکومت د ۱۹۴۰مي په لسيزه کې ۳۲۰ فټه جګ د خاورو د دې بند جوړولو کار د امريکا د انجينيرنګ يو کمپنۍ ته ورکړی. په ۱۹۴۹م کال کې پخپله پرانستونکې وينا کې د امريکا ولسمشر ټرومېن د شتمنو هيوادونو کاميابي په غريبو هيوادونو کې له اقتصادي ودې سره وتړله. په ۱۹۷۵م کال کې امريکا او افغانستان د برېښنا د توليد لپاره د ۱۶.۵ مېګاواټه دوه جنرېټره په بند کې کښېښودل خو په منځ کې يې د دريم ټرباين لپاره خالي ځای پرېښودی.

ورځپاڼه ليکي، په ۱۹۷۹م کال کې پر افغانستان د روس بريد پر دې پروژه د امريکا کار په ټپه ودروی. دا بند تر څو کاله يوازي دومره برېښنا توليدوله چې خپلو دفترونو ته رڼا ورکړي. د روس تر وتلو وروسته چې کله طالبانو واک تر لاسه کړی نو برقي تارونه يې جوړ کړل خو داسي د ټيټي درجې تارونه يې په برقي نظام کې کارولي ول چې زياتره وخت به سوځېدل. په ۲۰۰۱ کال کې چې کله د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو طالبان وشړل نو بريتانوي ځواکونه کجکي ته ورغلل او هلته يې د پخوانيو کاريګرانو په ځای کې يو نوی کېمپ جوړ کړی. په ۲۰۰۸م کال څه باندي ۵۰۰۰ ځانګړو ځواکونو چې زياتره يې بريتانويان وو د دريم ټرباين او د ۱۸.۵ مېګاواټ جنرېټر د برخو د وړلو لپاره ډيري هڅې ورکړې

ورځپاڼه زياتوي، د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستانه د امريکا د جنګي ځواکونو تر وتلو وړاندي امريکا غواړي چې د کجکي بند کار بشپړه کړي. د همدې مقصد لپاره د امريکا د پرمختګ نړيواله اداره بلېک اېنډ وياچ نومې کمپنۍ ته په کجکي کې د دريم ټرباين د لګولو لپاره ۲۶۶ ملينه ډالره ورکوي.

داسې تمه وه چې په تېره مياشت کې به پر کجکي کار پېل شي خو د پاکستان لخوا د ناټو او امريکايي ځواکونو پر مخ د لارو بندېدو له امله دا کار پېل نشو. اوس داسي ښکاري چې پر کجکي بند به د روان کال په سپټمبر يا اکتوبر کې کار پېل شي او امريکايي چارواکوو ژمنه کړې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به کار بشپړه کړي.
XS
SM
MD
LG