د لاسرسي ځای

افغانستان: د ناټو دوه هیلي کوپترې نسکورې شوې




په افغانستان کې ناټو ځواکونه وايي پرون د ګل په ورځ د هېلې کاپټر راپرېوتو په پيښه کې یې دوه پوځيان وژل شوي او بلخوا ددغه هیواد په جنوب کې د اورپکو په یوه بريد کې یې يو پوځي وژل شوی دی.

ناټو د دې پوځيانو د شناخت په اړه څه نه دي ويلي ، همداراز يو بل ناټو هېلې کاپټر هم د افغانستان په مشرقي برخه کې راپريوتې خو په دې کې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې.، په افغانستان کې سوله ساتی ځواک وايي دوی د دې دواړو پيښو پلټنې پېل کړي دي خو لومړني رپورنه ښايي چې د الوتکو راپروتو ځايونو کې هيڅ قسمه د اورپکو عمليات نه تر سترګو کېدل خو طالبانو د دواړو پيښو ذمه واري پر غاړه اخستې.

له دې سره په دې روستېو درې ورځو کې په افغانستان کې د بهرنېو پوځيانو د وژنې شمېر لسو تنو ته رسېدلی دی.
XS
SM
MD
LG