د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغان زدکونکو د زهرجنو بریدونو شکونه


افغانستان: د یوې افغان زدکونکې درملنه کېږي چې په ښوونځي کې د زهرجن ګېس برید ورباندې شوی وو
افغانستان: د یوې افغان زدکونکې درملنه کېږي چې په ښوونځي کې د زهرجن ګېس برید ورباندې شوی وو

ژباړه منور شاه


په دې ورسیتو کې دافغانستان په اړه داسې خبرونه رامنځ ته کیږي چې وايي د طالبانو لخوا د سکول جینکو ته په هوا او یا اوبو کې زهر شامل کړاﺉ شوي دي.

که یوې خوا ته طالبان ددې خبر تردید کوي نو بلې خواته ماهرین وايي چې دا ماشومانې د زهرو نه بلکه په اجتماعي توګه د نفسیاتي ناروغۍ ښکار شوي.

د فرانس خبري ایجنسي اې ایف پي خپل دې رپورټ کې وايي د افغانستان په شمالي تخار ولایت کې تیره هفته ۱۲۰ دسکول جینکۍ د ناروغۍ له وجې هسپتال ته وړل شوي وې چې په مبینه توګه ورته په هوا کې ځینې ګیس پریښودل شوې وو، په دغه سکول کې په سلګونو نورو جینکو هم ددغه ناروغۍ اثرات محسوسول خو د تحقیقاتو نه هیڅ ډول حمله یا په هوا کې زهریلا ګیس نه دې ثابت شوې.

دا رپورټ زیاتوي چې ځايي چارواکو په سمدستي توګه ددې پیښې ذمه واري په افغان طالبان اچولې وه او دا دلیل یې ورکړې وو چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال هم د جینکو د تعلیم مخالفت کړې وو . ددې نه وړاندې هم په دې هېواد کې د جینکو په سکولونو کې دا ډول د ناروغۍ پیښه راوړاندې شوې وه، چې د افغان چارواکو یې د تحقیقاتو ژمنه کړې. په دې لړ کې دهېواد داخله چارو د وزارت ویاند سید هدایت حافظ وېلي دوی ته په دې پیښو کې هیڅ ډول ثبوت نه دی ترلاسه شوې. خوپه دې اړه نړیوال ماهرین دا نظر لري چې دا د یوې اجتماعي نفسیاتي ناروغۍ نښې ښکاري.

دا راز اې ایف پي افغانستان کې دنېټو ځواکونو د ویاند کرنل جیمي کمنګ له خولې لیکي دوي ددغه متاثره سکول داوبو، هوا او نورو شیانو نمونې دازموینې لپاره اخیستې وې خو دابتدايي رپورټونو ترمخه پکې هیڅ داسې ثبوت نه وو چې له وجې یې دغه جینکۍ ناروغه شوې وې.

نوموړې زیاتوي په دې لړ کې نور تحقیقات هم روان دي.
په دې اړه اې ایف پي په نېوزي لینډ کې دسوشیالوجسټ او لیکوال رابرټ بارتولومیو سره خبرې کړي هغه وايي دا ډول د سکولونو دماشومانو د ناروغیو څه باندې ۶۰۰ پیښې یې مطالعه کړې چې پکې زیاتره د نفسیاتي اثراتو له وجې رامنځ ته شوي. د سیمې ناآرامي، افواه ګانې، او په چاپیریال کې غېر یقیني حالات د دا ډول زیاتره ناروغیو وجوهات ګرځي. نوموړې دې لړ کې د فلسطین، شوري جارجیا او کوسوو مثالونه ورکوي. رابرټ زیاتوي په افغانستان کې خواوشا نیمايي خلک له ذهني فشار سره مخ دي نو ځکه دا راز پیښې رامنځ ته کیدل عجبه خبره نه ده.

بلخوا اې ایف پي لیکي طالبانو په سکولونو کې د جینکو د ناروغه کیدلو پیښه کې د لاس لرلو خبرونه رد کړي دی او ویلي یې دي چې په دې کې ککړو کسانو ته به د شریعت مطابق سزا ورکوي. د طالبانو کاروایانو او تېر شوي وخت ته په کتو سره افغانستان کې دا خبره عامه ده چې د کومې مسلې تحقیقات ګران شي چارواکی دهغې ذمه واري په طالبانو اچوي.
XS
SM
MD
LG