د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظفر اقرار وايي غیر معیاري کلامونه نه وايي


ظفر اقرار ، پښتون سندر غاړی
ظفر اقرار ، پښتون سندر غاړی
نجیب عامر


ظفر اقرار پخپله هم زلمی دی او فن یې هم زلمی دی، دی د نن نه نږدې دوه لسیزې وړاندې د پېښور د کوهاټ روډ په مرشد اباد سیمه کې زیږیدلی، او تر ده وړاندې ددوی په کورنۍ کې نور داسې کسان هم شته چې د موسیقۍ په دنیا کې یې ځان ته لوی نوم پیدا کړی دی.

د پښتو موسیقۍ نوموړی موسیقار استاد صاحب ګل ددوی ماما دی، او پخپله دده ورور وقار اتل، ډیر ښه رباب غږونکی دی.

ظفر اقرار تردولسم جوماته پورې ذدکړې په پېښور کې کړي، او ارمان لري چې نورې ذدکړې هم وکړي، خو وايي موسیقۍ ترېنه تعلیمي سلسلې ټکنۍ کړي دي.

د ظفر اقرار د موسیقۍ استاذ ، سیدا ګل مینا دی، پخپله سیداګل مینا دافغانستان تکړه سندرغاړی دی.

د ظفر اقرار د سندرو اول کیسټ په دوه زره پنځم کال کې خپور شوی و، چې د سترګو تور نومیدو، تر اوسه یې د سندرو شپږ والیومونه خپاره شوي، او وروستی کیسټ یې تقدیر نومیږي.

ظفر اقرار دپېښور راډیو او ټیلي ویژن ته ډیرې سندرې ریکارډ کړي چې په ولس کې مشهورې شوې هم دي.

دده د نورو سندرو ترڅنګ دغه دوه سندرې ډیر مشهوره شوي چې یوه یې ( په محبت کې دومره زور ما نه و لیدلی ) او بله یې ( داسې غاړه غټۍ ښه یو .... نن به یو سبا به نه یو ) ده.

ظفر اقرار ټپې، سروکې ، بدلې، او غزلې هرڅه ویلي، خو دغزل په ویلو کې ورته خدای پاک ډیر صلاحیت ورکړی دی. دده ژوندی اواز د موسیقۍ سره چې یو ځای شي، نو یو عجیبه کیف پیدا کوي.

دا ګل ګل هنر مند نن د مشال راډیو د تاترې خپرونې میله دی، نو د نن تاتره د ظفر اقرار په نوم .


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG