د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شکیل اپریدي د سزا کولو کاپۍ غواړو. جمیل اپرېدی


د سزا شوي شکیل اپریدي ورور جمیل اپرېدی
د سزا شوي شکیل اپریدي ورور جمیل اپرېدی

خالد خان مشال راډيو

پېښور:- په پاکستان کې د غدارۍ په تور د سزا شوي شکیل اپریدي ورور جمیل اپرېدی وايي چې د هغوی ورور په غیر قانوني توګه سزا شوی او د هغه وکیلان ددې سزا خلاف د اپیل په تیارلو اخته دي.

جمیل اپریدي له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، د ورور مدافعې وکیل ته یې د خیبر پولیټکلی هغه کاپۍ نه سپاري چې شکیل اپریدي ته یې سزا پکې لیکلې وه. دی وايي د پېښور سنټرل جیل چارواکي هم شکیل اپریدي ته اجازه نه ورکوي چې پر وکالت نامه دستخط وکړي.

دی وايي کورنۍ او د هغه ماشومان ډېره سخت خپه دي. هغوی ته اجازه نشته چې له شکیل اپریدي سره وویني. جمیل اپریدي له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل له تېر یوه کال راهیسې دوی ته پته نه وه چې ورور یې چېري بندي دی. هغه زیاته کړه ښکاره ده چې ورور یې له پاکستانیو اېجنسو سره په حراست کې وو.

د شکیل اپریدي مدافعې وکیل رضا خان ساپي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو څو ورځو اخته دي چې له خپل موکل سره وویني. هغه وویل چې د فاټا پولیټیکل انتظامییه د ایف سي آر قانون په ډېره غلطه طریقه استعمالوي. دا خو ښه شوه چې د شکيل اپریدي کېس جهاني شو که نه نو دلته له قبایلي ولس سره چې د ایف سي آر تر قانون لاندې پولیټیکل انتظامییه څومره ظلم کوي. ددې هیڅ اندازه نشي کېدای.

د مدافعې وکیل رضا خان ساپی زیاتوي د قانون له مخې باید چې په ۲۴ ګنټو کې دوی ته د هغې کاپۍ نقل وسپارل شي چې پکې د هغه موکل ته سزا ورکړل شوې او په یو داسې هیواد کې چې جمهوریت دی، عدلییه آزاده ده خو هلته افسرشاهي ته دومره اختیارات دي چې ملزم ته د وکالت نامه د دستخطولو اجازه نه ورکول کېږي. نو دې ته به موږ څه ووایو؟ چې زموږ څه حالات دي او په موږ څه تېرېږي.؟

د یادلو وړ ده چې د روانې مۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل چارواکو د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد ناصر په عدالت کې د خیبر سیمې د ایجنسۍ پخوانۍ سرجن ډاکټر شکیل اپریدي ته د ۳۳ کالو د قید سزا او ۳۲۰۰۰۰ روپۍ جرمانه جمع کولو سزاواورول شوه.

ډاکټر شکیل اپریدی تېر کال د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د ویکسینو جعلي کیمپ لګولو په ذریعه سی آيي اې ته د القاعده مشر اسامه بن لادن په وژلو کې د معلوماتو ورکولو په تور کې د پاکستان خفیه ادارو له خوا نیول شوي وو.
XS
SM
MD
LG