د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستانی حکومت سختدریځه هڅوي چې احمدیان وځوروي"



پامیر ساحل- مشال راډيو

د بشري حقونو د څار ادارې په یوه رپورټ کې ویلي، د پاکستان فیډرالي او صوبايي حکومتونه باید هغه کسان عدالت ته راکش کړي چې په ۲۰۱۰ز کال کې یې په لاهور کې پر احمدیانو حمله کړې وه او ۹۴ کسان یې وژلي ول. په دې حمله کې چې پر دوو عبادتځایونو شوې وه، له ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم ول.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د ۲۰۱۰ز کال د مې پر ۲۸مه اسلامپاله سختدریځه وسله والو په لاهور کې د احمدیانو پر دوو عبادتځایونو له لاسي بمونو، ځانوژونکو حمله کوونکو، او نورې وسلې سره حمله وکړه.

د دې حملې ذمه واري پنجابي طالبانو په غاړه اخیستې وه چې د پاکستان له طالبانو تحریک سره تړاو لري. د بشري حقونو څار اداره وايي، د حملې پر مهال حکومت دوه کسان نیولي ول خو تر هغې وروسته په دې کې پاتې راغلی چې د دې کسانو عدالتي مقدمه وشي او عدالت په بیا بیا دا معامله ځنډوي.

د هیومن رایټس واچ ادارې د اسیا مشر بریډ ایډمز وايي، دا بدمرغي ده چې په لاهور کې د احمدیانو تر ټول وژنې دوه کاله تېر شوي او حکومت هغه مشکوکه کسان چې نیولي یې دي، تر اوسه مقدمه کړي نه دي.

بریډ ایډمز وايي، د هغو سختدریځو چې د احمدیانو پر ضد تاو تریخوالي ته هوا ورکوي له ژغورلو سره حکومت وسله وال زړه وروي چې محصوري او یوازې ټولنې په نښه کړي.

نوموړی زیاتوي، له دې کار سره د ټولو مذهبي لږ کیو تر منځ وېره او نا خوندیتوب پراخوي.

د بشري حقونو څار اداره وايي، د ۲۰۱۰ز کال تر پېښو وروسته د احمدیانو ضد د کرکې کیمپېن نور زیات شوی دی. په ۲۰۱۱ز کال کې په فیصل اباد کې په خپور شوي یوه پمفلټ کې د ۵۰ احمدیانو نومونه لیکل شوي ول او په دې کاغذ کې ویل شوي ول چې دوی، د خپلې ټولنې له ټولو غړو سره د اسلامي قانون تر مخې د وژلو حقداره دي.

اداره وايي، دا پمفلټ چې چا خپور کړی وو، د هغوی پر وړاندې حکومت هیڅ ګام نه دی اخیستی.

د بشري حقونو څار اداره وايي، په روان کال کې هم په لاهور کې سختدریځه ډلو د پاکستان د قانون په استعمالولو احمدیان له دې منع کړي دي چې ځانته دې مسلمانان نه وايي، او د دوی د یوه عبادت ځای ځینې برخې یې په زور ونړولې. سختدریځو ویل، د دې عبادتځای ځینې برخې د جومات په څېر دي.

د پاکستان په ایین یا اساسي قانون کې احمدیان غیر مسلمانه بلل شوي دي.

د بشري حقونو څار اداره وايي، په راولپېنډۍ کې چارواکو د سختدریځو ډلو په وینا، احمدیان له دې را وګرځول چې خپل عبادت ځایونو ته لاړ شي. د ادارې په وینا، په دې دواړو پېښو کې د پنجاب صوبايي حکومت او پولیس چارواکو د احمدیانو او د دوی د عبادتځایونو د ساتنې پر ځای د سختدریځو غوښتنې ومنلې.

هیومن رایټس واچ د پنجاب پر حکومت ټینګار کړی دی چې د هغو پېښو پلټنه دې وکړي چې په کې د احمدیانو وېرولو، ګواښونو او د هغوی پر ضد له تاو تریخوالي کار اخیستل شوی او هغه کسان دې مقدمه کړي چې په دې کارونو کې ککړ دي.

اداره وايي، په پاکستان کې د احمدیانو ځورول په ټولیزه توګه نه یواځې قانوني بڼه لري بلکې حکومت دا کار هڅوي. د پاکستان د سزا ګانو قانون په ښکاره توګه د مذهبي لږکیو پر ضد په عمومي توګه، او د احمدیانو پر ضد په ځانګړي ډول توپیر یا تفریق پالي. همدا راز، د دې قانون د ۲۹۵ دفعې یا مادې دریېمه برخه د هغو کسانو د وژنې امر ورکوي چې د اسلام د پیغمبر سپکاوی وکړي.

هیومن رایټس واچ زیاتوي، د پاکستان حکومت باید داسې قوانین جوړ کړي چې په کې احمدیانو او نورو مذهبي لږکیو ته حقونه ورکړل شي او هغه ټول کسان مقدمه شي چې پر احمدیانو او نورو اقلیتونو د حملو کولو پلان جوړوي او یا دې ته ورته نورو کارونو شا ته وي.
XS
SM
MD
LG