د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرحت تاج وايي طالبانو پسې هیڅوک نه خپه کیږي


سرچینه : فرایډي ټایمز
ژباړه : اسرار عالم مومند


د فرايډې ټايمز مجلې په يوه مقاله کې راغلي چې پښتانه له ترهه ګرۍ سره مينه نه لري او که چیرې پاکستان د طالبانو ملاتړ پريږدي نو پښتانه به د دې ګام خلاف کله هم احتجاج ونه کړي.


دمقالې لیکواله فرحت تاج ليکي په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو او افغان امنيتي سرتېرو ضد جګړه کې د پښتنو طالبانو درې ډلې بوختې دي ، يوه د پيښور شورا ده چې ګلبدين حکمت يار يې مشري کوي ، دويمه د کويټې شورا ده چې ملا عمر يې مشري کوي او درېيمه په شمالي وزيرستان کې ميشت د حقاني شبکه ده چې جلال الدين حقاني يي مشر دی. د ليکوالې په وينا د دې درېواړو ډلو د پاکستان له پوځي استېبلېشمنټ سره نږدې اړيکې دي.

مقاله کې وړاندې راغلي چې، له وړاندې څخه د حکمت يار د ډلې يوې برخې له تشدده لاس اخیستې او د افغانستان په موجوده حکومت کې ورشامل شوې . دغه رنګ د دې ډلې نور زياتره غړي د حکمت يار له سختې رويې مايوسه دي او په شخصي توګه يې ويلي چې دوی په هېواد دننه د روان سياسي بهير لپاره تشدد پريښودل غواړي.

خو ليکواله فرحت تاج وايي د نورو طالبانو ډلو په اړه دا قسمه څه نه شي ويل کېدای. دغه رنګ حقاني ډله چې مشري يې جلال الدين حقاني کوي، پرې تورونه دې چې د افغانستان دننه په ولسي وګړو او د هند لخوا دغه هېواد ته د پرمختګ د کارونو لپاره ورغلو کارکونکو باندې بريدونه کوي . امريکا تور لګوي چې پاکستان د حقاني شبکې ملاتړ کوي او په افغانستان کې يې د خپلو ګټو لپاره کار وي.

ليکواله فرحت تاج وړاندې په خپله مقاله کې ليکي چې د پيښور کور کمانډر لفټننټ جنرل خالد رباني تېره مياشت ويلي ووچې د پاکستان پوځ يوازې په دوه زره نهم او لسم کلونو کې څه باندې زر پوځي عمليات په قبايلي سيمو کې ترسره کړي وو، همداراز د رپورټونو له مخې د پاکستان د هوايي ځواک مشر په دوبۍ کې ويلي ووچې، د دوه زره اتم کال راهیسې په قبايلي سيمو کې لس زره او شپږ سوه بمونه غورځول شوي، خو ليکواله وايي ،دې موده کې نه خو يو طالب مشر نيول شوی او نه هم وژل شوی ، انتقاد کونکي وايي طالبان نه نيول کيږي او نه وژل کيږي بلکې هغوی د حقاني شبکې مشرانو ته سپارل کيږي.
په مقاله کې وړاندې راغلي، د مېډيا زياتره توجه په وزيرستان ده خو د ترهګرو ډير فعاليتونه د بلوچستان صوبې په پښتون مېشتو سيمو کې ترسره کيږي ، همداراز د کويټې شورا په طالبانو تورونه دي چې دوی هغه قبايلي مشران او عالمان د هدفي بريدونو د لارې وژني کوم چې په افغانستان کې د اورپکيتوب ضد مبارزه کوي.

فرحت تاج يوه پوښتنه راپورته کوي او وايي که چېرې په افغانستان کې طالبانو ته ولسي ملاتړ ترلاسه دی، نو بيا ولې هغوی په امنيتي ځواکونو تر بريدونو وروسته پاکستان ته تښتي.

مقاله لېکونکې زياتوي، حقيقت دا دی چې افغانان په پاکستان او په خاصه توګه په پنجابيانو تورونه لګوي چې دوی د افغانستان لپاره اورپکي روزي او په قبايلي سيمو کې هم زياتره پښتانه دا تور لګوي چې پاکستان پوځ د طالبانو ملاتړ کوي او يا د دوی ضد کاروايانو په لړ کې د ځايي خلکو مرسته نه کوي.

مقاله ليکونکې فرحت تاج په اخره کې ليکي د ځینو کمزورو تحقيق کونکو له وجې د طالبانو مشران نړۍ ته داسې ښودل شوي چې ځايي خلک له دوي سره مينه کوي او همدي تحقيق کونکو ويلي وو چې د سوات طالبانو مشر فضل الله په ځايي خلکو کې ډير مقبول دی، خو فرحت تاج وايي داسې نه ده ځکه چې له سواته د فضل الله ويستلو باندې ټول خلک خوشاله وو او همدغه رنګ هيچا هم د دې خلاف احتجاج ونه کړو او همدغه رنګ که چېرې پاکستان د طالبانو ملاتړ پريږدي نو پښتانه به د دې ګام خلاف کله هم احتجاج ونه کړي.
XS
SM
MD
LG