د لاسرسي ځای

تازه خبر

کویټه کې راکټي بریدونه،۳ مړه، ۲۰ ژوبل


د بلوچستان د کوټې په ښار کې تېره شپه پر دوو بېلا بېلو ځايونو دوه توغندي لګېدلي دي چې له امله یې د وژل شوو شمېر درېوو ته رسېدلی دی. په دې پېښو کې ټول شاوخوا شل تنه ټپي شوي هم دي.


لومړی راکټ د ښار په ګڼ مېشته سیمه قندهاري بازار کې له منان څلور لارې سره نږدې د څپلیو پر دوکان ولګېد او دوهم توغندی له هغه لږ څه وروسته د ښار پر کاسي سړک راوغورځېد.

د پېښې لیدونکي وايي دوی ولیدل چې د توغندي د لګیدلو نه پسهله ګوله جوړه شوه، دوکانونو اور واخیست او زخمیان پر زمکه پراته وو. تردې دمه د دې بریدونو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG