د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند جلسه، په زرګونو ګډون وکړ



نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه -
په بلوچستان کې پښتون ملت پاله ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خلکو سره د تماس نیولو کیمپېن په لړ کې د شنبې په ماسپېښین په پښین کي یوه جلسه وکړه،چې په کي له حکومته د چیف کمشنر صوبې د بیا پر ځای کولو او نورې غوښتنې وشوې.


یاد ګوند د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کي له خلکو سره د تماس نیولو کیمپېن په نامه د جلسو لړۍ نږدې له تیرې یوې میاشتې راهیسې جاري ساتلې.

دا چې د دې کیمپېن څه مانا او څه مقاصد دي؟

د دې ګوند صوبایي مشر، عثمان خان کاکړ یې په ځواب کې وايي: ((د چیف کمشنر صوبې بحالي، تر هغو چي دغه صوبه بحالیږي؛ د بلوڅ، پښتون برابري، زموږ د اوبو زیرمو لپاره ډیمونه غوښتل او په پښتونخوا وطن کي ترهګري ختمول .دا هغه لویې غوښتنې دې، چې تر سیوري لاندې یې موږ دغه ولسي تماس کیمپېن شروع کړی دی.))

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران
عثمان خان کاکړ زیاته کړه، دوی خلکو ته یو ځل ور نېږدې شول او خلک دوه چنده زیات د دوی خوا ته راغلل:

((تاسو به زموږ غونډې لیدلې وي. هرنایي، زیارت، سنځاوۍ، بوری، ژوب، هیندو باغ، قلعه سېف الله، موساخېل او نورو سیمو کي په زرګونه خلک موږ ته رانېږدې شو. په اصل کې دغه سیمه له پخوا راهیسې د یو خاص مذهبي ګوند، جمعیت علما تر اغیږ لاندي پاتي شوي. خو اوس خلکو په تېرو او روانو حکومتونو کې د دغه ګوند کارکردګي وکتله، چې څه رنګه دوی درغلۍ، ناانصافي او کرپشن ته لاره هواره کړه او پخپله یې هم وکړ او نور یې هم برخمن کړل، ځکه خلک اوس له دوی مایوسه شوي او زموږ پر خوا راغلي. بل بیا زموږ کارونه هم ولس ته مالوم دي. موږ هیڅ کله هم د وطن او ولس ضد یو ګام نه دی اخیستی او همېش مو پر اصولو سیاست کړی.))

هلته د پښین په جلسې کي برخه اخیستونکی یو عام کس،حاجي خان محمد بیا وایي، د زرګونو خلکو د دغه ګوند جلسو ته راتګ دغه مانا ورکوي چي د بلوچستان(جنوبي پښتونخوا) پښتانه به اوس خپل ځان ته یو نوی برخلیک ټاکي:

(( خلک هم دغه تمه لري، که دغه ګوند په واک کې راغی، نو یا به د صوبو خبره وکړي، یا به د برابري او یا به د انصاف خبره وکړي.))

تر دې مخکې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا په ډېرو سیمو کې لویې لویې جلسې کړې دي چې په هرې یوې کې په زرګونه کسانو برخه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG