د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د هوښیارتیا پر ځای، جذبات کارول کېږي



ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

سرچینه: ‌ډان ورځپاڼه


خبریال عباس ناصر په ډان ورځپاڼه کې لیکي چې په پاکستان کې په مهمو قامي معاملو پریکړې د پوره غور او مشورې په نتیجه کې نه کیږي او اکثر د جذباتو نه کار اخستې کیږي.

لیکوال لیکي که د سلاله په پوسته د ناټو په هوايي برید زموږ غصه ټیک وه خو دهغې نه وروستو چې حالات کوم لور ته لاړل هغه کې د هوښیارتیا نه کار وا نه خیستی شو.

که چرې د ناټو د لارې تړلو پریکړه په پوره غور و فکر او مشورې سره شوې وی او ګټې تاوان ته کتلې شوې وی نو اوس به دومره ستونځه نه وی.

عباس ناصر د ډاکټر شکیل اپریدي، سلاله او ناټو د رسد دلارو په معاملو زموږ پریکړې په بې غورۍ او تشو جذباتو ولاړې دي .

دغه شان امریکا هم د هوښیارتیا نه کار نه دې اخیستای. د پاکستان له خوا دواړه اړخه وهل پخپل ځای، خو د جي ایچ کیو پر ضد په ښکاره د تورونه لګولو له کبله په هیواد کې د امریکا پر ضد جذبې نورې هم راپاروي.

عباس ناصر وړاندې لیکي کله چې امریکا د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې آی ایس آی پرضد په ښکاره تورونه ولګول نو آی ایس آی د دفاع پاکستان او دغه شان نورو خوا خوږو او په میډیا کې د خپلو ملګرو د لارې خپل ردعمل ښکاره کړ.

داسې ویل کیږي اوس مهم پوځي مشران د جمعې د ورځې د مانځه د غونډو تجزیو ته ناست وي او په دغه بنیاد پریکړه کوي چې راتلونکې ګام به څه اخلي.

لیکوال مشوره ورکوي باید په قامي معاملو د پریکړې نه وړاندې ریښتیا ولټول شي.

بیا دا ریښتیا له ولس سره شریک کړی شي . د دغه نه وروستو به ولس کولای شي چې ورباندې پوه شي او په نتیجه کې چې څه راپیښیږي د هغې برداشت کولو ته اماده شي.

عباس ناصر په پايي کې لیکي په میډیا د کوم پروپیګنډا کمپاین د شروع کولو نه وړاندې باید موږ د خپل ځان دننه وګورو او ځان پوه کړو چې په داسې کارونو موږ څه ترلاسه کول غواړو!!
XS
SM
MD
LG