د لاسرسي ځای


ژباړه: مجید بابر، مشال راډیو

لیکواله: ایلېزبېت واین ګارټن

سرچینه: فارن پالیسي


په امریکايي مجلې فارن پالیسۍ کې لیکواله ایلېزبېت واین ګارټن په خپله یوه مقاله کې لیکي، ۲۰۰۹ز کال وو، په پېښور کې د یوه کور پر فرش مسرت قدیم ناسته وه او شا و خوا ۱۲ پاکستاني ځوانان تر ګرد چاپېره ناست ول.

په دې ځوانانو کې ځینې هغه ول چې په دې وروستیو کې ځانوژونکي برید ګر ول.

د مسرت قدیم هدف دا وو چې څنګه د دې ځوانانو هغه ذهن بدل کړي چې د القاعده او وسله والو طالبانو روزنکو سختدریځه کړي ول.

مسرت قدیم له دې ځوانانو پوښتنه وکړه چې د خپل ژوند کیسه بیان کړي.

په مقاله کې د مسرت له خولې لیکل شوي، یوه ورځ هغه له نورو ځوانانو سره ناسته وه چې یو ځوان ورته ورغی او خپل سر یې د هغې په غېږ کې کېښود او په ژړا شو.

مسرت وايي، په پاکستان کې دا یوه غیر معمولي خبره ده چې یو ځوان کې لوړ، دنګ قامت یې وي او راشي ستا په پښو کې کېني او په ژړا شي!!

مسرت وايي: ((له هغه سره نور ځوانان هم په ژړا شول او ما هغوی ته کتل او فکر مې کاوه چې یا خدایه! دا څه روان دي؟؟))

مسرت قدیم په پاکستان کې د ښځو د یوې اتحادیې امن و نسا کوارډینېټره ده. دې ادارې د ۲۰۱۱ز کال د اکتوبر له میاشتې خپله تګلاره بدله کړه او اوس په ټولنه کې د متشددې سختدریځۍ پر ضد کار کوي.

لیکونکې کاږي، تېره میاشت د امن و نسا ادارې د ۱۲ مېرمنو یوې ډلې د انسټي ټیوټ فار انکلوسېو سیکورټي ادارې په مرسته په دې موخه د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي سفر وکړ چې په پاکستان کې د خپل کار په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او نور پالیسي جوړوونکي خبر کړي.

واین ګارټن لیکي، په دې پلاوي کې یې له مسرت قدیم، ثمینه امتیاز او بشرا حیدر سره خبرې وکړې.

د یوې پوښتنې په ځواب کې بشرا حیدر وايي، په پاکستان کې ډېرو ښځو ته دا نه ده مالومه چې هغوی په ټولنه کې د متشددې سخدریځۍ پر ضد څومره مثبت رول لوبولای شي.

بله خبره دا ده چې په پاکستان کې د ښځو له پاره دا ډول کارونه کول له خطرې خالي خبره نه ده او بیا یوه کورنۍ هم دا نه خوښوي چې د هغوی د کور ښځو ته د امنیت ګواښ وي.

او همدا وجه ده چې د سختدریځۍ پر ضد ډېرې ښځې کار نه غواړي وکړي.

د دې پلاوي یوه بله غړې ثمینه امتیاز وايي، په پاکستان کې د متشددې سختدریځۍ پر ضد د دې ټولنې سړي، ښځو ته هیڅ لومړیتوب نه ورکوي، په امنیتي ادارو کې د ښځو موجودګي د نشت برابره ده او که د ترهګرۍ پر ضد کومه تګلاره جوړېږي نو له ښځو څوک پوښتنه حتا نه کوي او نه هم ورسره مشوره کېږي.

واین ګارټن ته مسرت ویلي، په پاکستان کې ګڼ شمېر خلک ترهګرۍ ته د قامي ګواښ په سترګه ګوري هم نه. او د روانۍ د ترهګرۍ تر شا بهرني لاسونه ګڼي نو ځکه یې د سختدریځۍ د مخنیوي ذمه واري حکومت ته پرېښې ده.
XS
SM
MD
LG