د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ډرون برید، ۴ وسله وال وژل شوي



د شمالی وزيرستان په ميران شاه کې د ډرون الوتکو په بريد کې څلور مشکوک وسلوال وژل شويدي.


په سیمه کې د مشال راډيو خبریال خبر راکوي چې ډرون الوتکو د شمالی وزيرستان ميران شاه بازار په ظفر ټاون کې يو کور په نښه کړی او دوه توغندي يې داغلي دي. په برید کې په نخښه شوي کسان د استخباراتي مامورینو د معلوماتو پراساس وسله وال طالبان دي.

په روانه اونۍ کې دا دریم ځل دی چې د امریکا بې پایلټه الوتکې د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان باندې بریدونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ولس مشر اصف زرداري، د ناټو په وروستۍ سر مشریزه کې چې د امریکا په شیکاګوښار کې ترسره شوه، دامریکا نه غوښتنه وکړه چې د ډرون بریدونو دستونزې دایمي حل دې راوباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG