د لاسرسي ځای

کندهار کې شپږ ځان مرګي ژوندي ونیول شول


د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې يې د چاڼيزو عمليآتو په پايله کې شپږ ځان مرګي بريد کوونکي ژوندي نيولي دي. دوی وايي په نیولو شویو کې درې د پاکستان وسیدونکي دي.



د چارواکيو په خبره په دې سربېره يې د عمليآتو پر مهال دولس تنه د دولت مخالف وسله وال وژلي هم دي.

چارواکي وايي ، یوه اندازه سپکه او درنه وسله هم د پولیسو له خوا د عملیاتو پرمهال نیول شوې ده ، خو بل پلو طالبانو دا خبره رد کړې ده چې ګواکې ددوی شپږ ځان مرګي برید کونکي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
XS
SM
MD
LG