د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځوانانو ټولنیز نیټ ورک د حسیبې پر مرګ خپه دی


د افغان ځوانانو ټولنیز نیټورک د رهبرۍ شورا او غړي د ځوانمرګۍ حسیبي شهید له خوږو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي او د څښتن تعالا له درباره ورته د جنتونو هیلې کوي.

د افغان ځوانانو ټولنیز نیټورک د اروښادي حسیبی شهید مړینه د ژورنالیزم د کهول او د ښځینه لیکوالو او شاعرانو لپاره یوه لویه ضایع ګڼي؛ ځکه نوموړې د ژوند په ډېرو کمو پسرلیو کې د ژورنالیزم، لیکوالۍ او شاعرۍ په برخه کې ځان لوړ مقام ته ورساوه او تل یې د خپلو لیکنو، راپورونو او شعرونو په واسطه هڅه کړېده چې د افغان ولس په ویښتیا او مرسته کې کار کړي دی.

خداي تعالا دې د اروښادې کورنۍ او د فرهنګ خوږو ملګرو ته جمیل صبر ورکړي.

د افغان ځوانانو ټولنیز نيټورک د افغان دولت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور له وزراته غوښتنه کوي چې د اروښادې حسیبي شهید په یاد په پلازمېنې کابل کې یو ځاي ونوموي چې د هغي د کارونو درناوی وشي.

په درنښت،
خان ولي کامران
د افغان ځوانانو د ټولنیز نیټورک د رهبرۍ شورا غړی
XS
SM
MD
LG