د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د بي آر ایس پي یو بل کار کوونکی وواژه



خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - په پاکستان کې د بلوچستان رورل سپورټ پروګرام یا کلیوال پرمختګ ادارې یو بل کارکوونکی د تښتوونکو له خوا وژل شوی.

له ده سره دا دویم کس دی چې تښتوونکو وواژه.

د ۲۰۱۱ عیسوي کال د ډیسمبر پر ۱۳ نېټه د پښين له برشور سیمې وسله والو د یادي ادارې شپږ کارکوونکي تښتوولي ول، چې وروسته يې مسوولیت تحریک طالبان قبول کړ، او د دوی د خوشي کېدو لپاره يې د تاوان غوښتنه وکړه.

تر دې وروسته چې د دوی غوښتنه ونه منل شوه، نو تښتوونکو طالبانو دوې میاشتي وړاندې مقبول احمد نومي يو کارکوونکی وواژه.

اوس د جمعې پر ورځ د يوه بل کارکوونکي عبدالغفور مړی په وزیرستان کې وموندل شو.

د ژوب د ډپټي کمشنر حامدالکریم په وینا د پښين چارواکو د جمعې پر ورځ خبر ورکړ، چې د وژل شوي کارکوونکي مړی د ژوب او وزیرستان پر پوله تر لاسه کړئ.

د ژوب ډپټي کمشنر په دې اړه مشال راډيو ته زیاته کړه:

((ماته د پښين ډپټي کمشنر وویل چې داسې پېښه ده. او ما بیا هم هلته زموږ يوه تحصیلدار ته وویل. چې د دې کارکوونکي مړی راوړئ. هغوي موږ ته وسپاره، او موږ تېره شپه پښين ته د عبدالغفور مړی واستاوه.))

د بي ار ایس پي د کارکوونکو په وینا د وژل شوي کس عبدالغفور تعلق د پښين له برشور سیمې سره وو. او اوس یې مړی خپلې سیمې ته رسول شوی دی.

په داسې حال کې چې تښتوونکو طالبانو لومړی د تښتول شویو کارکوونکو پر سر د ۴۰ کروړه پاکستانیو تاوان غوښتنه کړې وه، خو وروسته يې دا غوښتنه تر ۲۳ کروړه پوري ور ټيټه کړه.

د دې لپاره چې همدومره پیسې پوره کړای شي، د تښتول شویو کورنیو له خوا دوې میاشتې وړاندې د کوټې پر باچا خان څلور لاره د چندې کمپ ولګېد.

د چندې په دې کیمپ کې د عبدالغفور وراره محمد یونس هم تر څه وخته ناست وو. محمد يونس دوې میاشتې وړاندې په دې کیمپ کې له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي وو:

((زما يو ورور او يو مې هم تره په دې تښتول شویو کې دي. ورور مې محمد زبور نومېږي او تره مي عبدالغفور نومېږي. موږ په ډوډۍ حیرانه يو، او دوي راڅخه ۲۳ کروړه پاکستانۍ غواړي. په کور کې نو ټول پرېشانه دي، او هیڅ نه کولای شو او نه يې هم ویلای شو.))

له دې سره چې د بلوچستان صوبايي حکومت د اسمبلۍ له لاري له تښتوونکو غوښتنه کړې وه، چې تښتول شوي کارکوونکي دې د انسانيت په نامه معاف او خوشي کړي.

خو بیا هم بلوچستان ته د تښتول شوي یوه بل کارکوونکي مړی راورسېد.

هلته د پاتې نورو تښتول شویو کارکوونکو کورنۍ لا هم خواست کوي، چې طالبان دې د دوی د کور وګړي دې د اسلام په نامه ژوندي پرېږدي.
XS
SM
MD
LG