د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو برید، ۳ وسله وال وژل شوي


د پاکستان د قبایلي سیمې په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بريد کې درې مشکوک وسله وال وژل شويدي.

بې پیلوټه الوتکو د شمالی وزيرستان ميرامشا بازار په ظفر ټاون کې يو کور په نښه کړ او دوه توغندي يې وداغل.

په بريد کې دري مشکوک وسلوال وژل شوي.

ځينې رسنۍ په بريد کې د وژل شویو کسانو شميره څلور ښيي.

ازادو سرچينو په بريد کې د وژل شوي کسانو د پيژدنګلوۍ په اړه څه نه دي ويلي.

په روانه اوونۍ کې د امريکا بي پايلټه الوتکو ډرون دا درېيم بريد وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG