د لاسرسي ځای


باز محمد عابد، مشال راډیو

حصارک (ننګرهار) -
د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ په موخه د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اړوند حصارک کلي کې، د مې پر ۲۵مه نېټه د( زيار اکاډمۍ) په نوم د يوه علمي مرکز پرانیسته وشوه.

د پرانستې په غونډه کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پر استاذانو سربېره يو شمير ننګرهار ميشتو فرهنګيانو هم ګډون کړی و.

د دغه اکاډيمي موسس او بنسټګر پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار دی.

ده مشال راډيو ته وويل چې د ژبې د ودې او پرمختيا په موخه به کار له کليو پيلوي او تر ښارونو به يې رسوي.

(([د دې اکاډمۍ] لومړی بنسټ موږ په کلي کې کېښوده او دويم به يې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې ږدو. او بلاخره لږ تر لږ د دې هيواد په مرکز کې وي. او بيا وروسته په دې ډاډ لرو چې که موږ ژوندي نه وو، دا لړۍ به هغه فرهنګيان او فرهنګپال پر مخ بيايي چې د خپلې ژبې او ادب سره يې مينه وي. دوی به دې ته دوام ورکوي او دې تکاملي بهير کې به کارنده ونډه اخلي. زه باور لرم چې دا بهير به ټولو پښتنو سيمو ته، بيا ټول افغانستان ته او په نهايت کې د لرې پښتونخوا کليو او بانډو ته زموږ دا اکاډمي اغيزې خپرې شي.))

ليکوال او نقاد انجينر ستانه مير زهير تمه لري چې زيار اکاډمۍ له برکته به ډيرې علمي او اکاډيميک کارونه تر سره شي.

((دا اکاډمي به په راتلونکي کې د پښتو ژبې د علمي کولو لپاره سترې پانګې رامنځته کړي. موږ اميد لرو چې زيار اکاډمي به اکاډيميک کارونه تر سره کاندي. په کړنلاره کې چې ما د کومو علمي شخصيتونو نومونه واوريدل، ډيره توقع مې هم دا ده چې ډيرې سترې برياوې موږ ته ترلاسه شي.))

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي مشر استاد معروف شاه شينواري له ځوانو ليکوالو هيله وکړه چې د زيار اکاډيمي له لارې پښتو ژبې ته خدمت وکړي.

(( زما ټولو ليکوالو ته دا پيغام دی چې دا اکاډيمي تش په نامه پرې نه ږدي. دې ته رشد ورکړي، لکه څنګه چې يې په تګلار کې راغلي وو، په نورو سيمو کې دا مرکز بايد فعال شي او فعال غړی ورته وټاکل شي، تر څو د پښتو ادب د پرمختګ لپاره هغه څه چې لازم دي، خپل کار پر مخ بوزي، بيا به دا زموږ د وياړ سبب وګرځي.))

د دې اکاډمۍ په بنسټواله ډله کې پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار، پوهاند محمد بشير دوديال، ډاکټر خليل الله اورمړ، پوهنوال شاولي خان، پوهاند محمد صابر خويشکی، پوهنوال محمد رسول باوری، څيړنپوه زلمی هيواد مل، څيړندوی عبدالغفور لېوال، پوهندوی محمد اسماعيل يون، پوهنمل بايزيد اڅک او استاد محمد اصف صميم شامل دي.
XS
SM
MD
LG