د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه وايي، افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکوو



کابل - د فرانسې نوی جمهور رییس وایي، په افغانستان کې د دوی ماموریت تقریباً بشپړ شوی دی. فرانسوا اولاند افغانستان ته د خپل لومړني سفر پر مهال په ټینګار سره وویل، افغانستان ته به د فرانسې مرستې دوام وکړي.

ښاغلي اولاند د جمعې په ورځ افغانستان ته خپل سفر له کاپیسا ولایت څخه پیل کړ.
په دې ولایت کې زیات شمېر فرانسوي عسکر دېره دي.

د فرانسې جمهور رییس فرانسوا اولاند افغانستان ته د خپل سفر پرمهال له یوې خوا له دې هیواد څخه د خپلو عسکرو په ایستلو او له بلې خوا له افغانستان سره د فرانسې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

ښاغلی اولاند لومړی کاپیسا ولایت ته لاړ په کوم ځای کې چې شا و خوا ۳۴۰۰ فرانسې عسکر دېره دي.

ده خپلو عسکرو ته وویل، تروریستان بیخې له منځه نه دي وړل شوي، خو له افغانستان څخه فرانسې او د متحدانو هیوادونو ته یې د نفوذ مخه تر یوه حده نیول شوې ده.

د فرانسې جمهور ريیس یو ځل بیا په ټینګار سره وویل؛ چې عسکر به یې د ۲۰۱۲ کال تر پایه له افغانستان څخه ووځي. ده په دې اړه وویل، دا مساله د فرانسې په حاکمیت پورې اړه لري او پریکړه به یې په خپله فرانسه کوي.

د فرانسې جمهور ريیس فرانسوا اولاند دغه راز وویل، هیواد به یې د افغانستان د بیا رغاونې او پراختیایي پروژو کې ونډه ولري، خو دا یې هم وویل، د دې وخت رارسیدلی، چې په خپله افغانان د خپل هېواد په اړه په آزاد ډول پریکړه وکړي.

ښاغلی اولاند له کاپیسا څخه کابل ته راغی او هلته یې په ارګ کې له جمهور ريیس حامد کرزي سره له کتنې وروسته په یوې خبرې غونډې کې خبرې وکړي.

ښاغلي اولاند وویل، له افغانستان څخه زموږ د عسکرو ایستل د کابل او پاریس تر منځ د همکارۍ شلول نه دي:

((په افغانستان کې به زموږ حضور سمبولیک یا نمایشي بڼه ونه لري. موږغواړو، چې فرانسه د تېر وخت پر خلاف، په افغانستان کې حضور ولري او دا ځکه چې موږ دا ماموریت سرته رسولی دی.

په ۲۰۰۱ کال کې ملګرو ملتونو پریکړه کړې وه، چې د طالبانو رژیم باید ړنګ شي، د تروریزم پر ضد باید مبارزه وشي او افغانستان باید خپل ملي حاکمیت بطرته ژوندی کړي. دا ماموریت دا مهال بشېړ شویدی. دا د ویاړ یوه شیبه ده.))

دا مهال فرانسه په افغانستان کې شاوخوا دوه زره جنګي عسکر لري او د جمهور رئیس اولاند د اعلان له مخې به دا شمېر عسکر د روان عیسوي کال تر پایه له افغانستان څخه ووځي.

د فرانسې جمهور ريیس وایي، پاته یو زر او څلور سوه عسکر به یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز په چارو کې بوخت شي. ده ونه ویل چې دا شمېر عسکر به کله له افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزي له ښاغلی فرانسوا اولاند سره په ګډ خبري کنفرنس کې وویل؛ چې فرانسه له افغانستان سره لرغونې دوستي لري او د دې هیواد له مرستو یې مننه وکړه.

((لکه څنګه چې موږ ټول پوهیږو، فرانسه د افغانستان له ډېرو لرغونو دوستانو څخه ده. دا هیواد لږترلږه له یو سل او پنځوس کالو راپدیخوا له افغانستان سره اړیکې لري او له افغانستان سره یي مرستې کړې.

د افغانستان له جهاد سره یې مرستې کړې، له جهاد وروسته یې مرستې کړي، په افغانستان کې د ډېرو غوره ښونځیو په جوړولو کې یې مرسته کړې، په تېرو لسو کلونو کې یې د افغانستان د ماشومانو لپاره د روغتون په جوړولو کې یې مرسته کړي، عسکرو یې په افغانستان کې مرسته کړیده.))

له ښاغلي اولاند سره د افغانستان په سفر کې د فرانسې د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم ملګري وو.

په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په ماموریت کې درې اتیا تنه فرانسوي عسکر وژل شوي دي.

د ناټو د پروګرام پر اساس به د ۲۰۱۴ کال په پای کې ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي؛ خو فرانسې له دغه مهال ویش او نیټې څخه سرغړونه وکړه او غواړي د روان کال په پاي کې خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د فرانسوي عسکرو وتل به د افغانستان پر امنیتي وضعې زیات اغېز ونه کړي، خو د ناټو نورو غړیو هیوادونو ته به له افغانستان څخه له ټاکلې نیټې مخکې د وتلو لار هواره کړي.
XS
SM
MD
LG