د لاسرسي ځای


پراګ - له ترکمنستانه د افغانستان د لارې پاکستان او هند د ګیس پایپ لاین د غزولو په لړ کې د اخستلو او پلورو د بيو تړون د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې لاسليک شو.

که څه هم له دې سره دا پروژه عملي کيدو ته نوره هم نږدې شوې ده خو بيا يې هم په لاره کې ځيني خنډونه شته، دا خنډونه څه دي؟

بې ثباتي

له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګیس پایپ لاین د غزولو ددې پروژې تصور ۱۸ کاله وړاندي مخې ته راغلی وو خو په سيمه کې د امن و امان صورتحال يې په عملې کيدو کې لوی خنډ شو.


۱۸۰۰ کلوميټره اوږد پایپ لاین کې به اوه سوه پنځه ديرش کلوميټره د افغانستان له جنوب او غرب تيريږي چې په کې طالبان ډير زورو دي.


د پایپ لاین يوه برخه به د پاکستان د بلوچستان صوبې څخه تيريږی چرته چې له تيرو نهه کلونو راهیسي د بلوڅ بيلتون پالو په مزاحمت او فرقه واريت کې په سلګونه کسان وژل شوي دي.


که څه هم اسلام آباد وايې دوی به پایپ لاین د بلوڅو پر ځای د بلوچستان د پښتنو له لاري تير کړی خو بيا به هم بلوڅ بيلتون پاله به دا د بريد لپاره يه ښه هدف ګڼي.

سیمه ییزه او نړيواله سيالي

له بې ثباتۍ پرته د پاکستان د خزانې د وزارت د پخواني سلا کار ثاقب شيراني په وينا بل خنډ د دې پایپ لاین په مخ کې د ګاونډيو او نړيوالو هيوادونو خپل مينځي سيالۍ دي.


امريکا چې د ترکمنستان څخه د ګيس پایپ لاین د پروژی ملاتړ يې کړې وو په دې وروستيو کې يې پر پاکستان او هند فشار اچولۍ چې له ايران دي د نل ليکې د راغزولو له پروژي لاس واخلي.

خو ثاقب شيراني وايې د پاکستان پاليسي جوړونکې اوس هم کيدای شي د ترکمنساتن پر ځای له ايران د ګيس پایپ لاین راغزولو ته ترجيح ورکړي.

(( له ترکمنستان څخه د ګیس پایپ لاین د راغزولو د پروژي عملي کيدل هغه څه دې چې په اړه يې د پاکستان چارواکي شکمن دي. او دومه خبره دا ده چې که هند راسره ملګری شي نو موږ د ايران پایپ لاین د ځان په ګټه بولو. ددې عملي کيدل او ژر سرته رسيدل کيدای شي ډير آسانه وي.))


پیسې به له کومه راځي؟

د ترکمنستان د پایپ لاین د پروژي په مخ کې لوی خنډ دا هم دی چې د دې لپاره به پیسې له کومه ځايه راځي، ايشيايې ترقياتي بينک دا د امن پایپ لاین يادوي او په تکنيکي برخه کې يې څو ملينه ډالره مرسته هم کړې ده خو بيا هم نوري ډيري پيسي هم پکار دي.

د ثاقب شيراني په وينا هيڅ يوه هيواد د پایپ لاین د جوړولو لپاره پيسې نه دې معلومي کړي. دده په وينا په دوه زره اته کې ددې پروژي لګښت اوه اشاريه شپږ ارب ډالر وو خو نن دا اندازه دوولس ارب ډالر ته رسيدلې ده.


د امريکا د انرژۍ ځينو کمپيانيانو د پروژې لپاره د پيسو د ورکولو اشاره ورکړې ده خو ثاقب شيراني په دې کې شک لري.


(( زما په خيال دا به لوی چيلنج وي ځکه تر څو په افغانستان کې حالات سم نشي هيڅ يو کنسورشيم به نه هم کار بيل کړي او نه هم به پيسې ورکړي. دا يو يوه ډیره لويه ژمنه ده او هيڅ يو پيسه ورکونکۍ به و نه غواړي چې خپلې پیسې بې د څه نتيجې هسي و بهوي.))


د ثاقب شيراني په وينا لوی چيلنج دا دی چې آیا پاکستان او هند دا تعين کړی دی چې که دوی په پایپ لاین کې سرمايه کاري وکړی نو داسي خو به نه وي چې د ګيس نرخ تر سرمايه کاري هم ګران پريوزي.
XS
SM
MD
LG