د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي رپورټ پاکستان کې بشري حقونو ستونزې ښيي



هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
د امريکا خارجه وزارت د نړۍ په هېوادونو کې د ۲۰۱۱ م کال په موده کې د بشري حقونو د وضيعت په اړه خپل راپور د زيارت په ورځ د دې هېواد کانګرس ته وړاندې کړ.

د امريکا خارجه وزيرې هېلري کلېنټن د راپور په اړه په واشنګټن کې جوړې يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې پروسږنی کال د بشري حقونو په برخه کې د کار کوونکيو کسانو له پاره يو له ننګونو ډک او مهم کال وو.

نوموړې د عربو د پاڅون او په برما کې د اصلاحاتو د حکومتي پروګرام په يادولو زياته کړه چې د نړۍ د يو شمېر ځايونو خلکو د خپلو بنيادي بشري حقونو له پاره واضح غږونه پورته کړل. مېرمن کلېنټن په دغه لړ کې د خپل حکومت ژمنې هم په ډاګه کړې چې و يې ويل:

((موږ په ټوله نړۍ کې د هغو کوششونو ملاتړ کوو چې په ترڅ کې يې خلک وکولای شي د خپلې ټولنې او خپل اقتصاد په چارو کې د خبرې کولو موقعې تر لاسه کړي. همدغه راز دوئ د دې جوګه شي چې د خپل او هم د خپلو هېوادونو د راتلونکي په اړه په خپله خوښه پرېکړه وکړي.))

غونډې ته په وينا کې د امريکا په خارجه وزارت کې د جمهوريت او بشري حقونو د څانګې مرستيال وزير مايکل پوسنر بيا د هغه هېوادونو يادونه وکړه چې د ده په خبره د بشري حقونو وضيعت پکې د اندېښنې وړ دی. ((روسيه، چين، پاکستان او داسې نور ملکونه، کوم چې د امريکايي پالېسۍ د ګټو له پلوه مهم دي، به په دوامداره توګه د بشري حقونو په برخه کې له ننګونو سره لاس او ګرېوان پاته شي.))

په پاکستان کې د بشري حقونو د وضيعت په اړه په خپل راپور کې د امريکا خارجه وزارت په ځانګړې توګه د دې هېواد د امنيتي ادارو او هم دلته د فعالو ترهګرو ډلو له خوا د خلکو د تښتولو، ځورولو او د هغوی د وژلو پېښې يادې کړې، چې وايي له کبله يې د ملک په تقريباً ټولو برخو کې د زرګونو اوسېدونکو ژوند اغېزمن شوی دی.

راپور په پاکستان کې وجود لرونکيو مذهبي او فرقه يي منافرتونو ته هم اشاره کړې چې په دغه لړ کې يې د پنجاب د ګورنر سلمان تاثيراو د اقلييتي امورو د وزير شهباز بهټي د وژنو تر څنګ د پاکستان د عدالت له خوا د عيسوي مذهب پيروکارې آسيه بي بي ته د مرګ د سزا د اورول کېدو په څېر مثالونه راوړي دي. په دې سربېره، د زندانونو دننه د بنديانو د ساتنې غير مناسب انتظامات، په خود سرانه توګه د خلکو بندي کول، عدالت ته له وړاندې کولو مخکې د اوږدې مودې له پاره دوۍ په زندانونو کې ساتل، د جنايي قضييو له پاره کمزوری عدالتي نظام، د څارنوالانو او جنايي دوسييو د پلټونکو له پاره د تربييې ناکافي اسانتياوي، د لاندينۍ درجې په عدالتونو کې د قضايي خپلواکۍ کموالی او د اتباعو شخصي ازادۍ د پښو لاندې کېدل، هغه څه دي چې د امريکا خارجه وزارت د ۲۰۱۱ م کال په موده کې په پاکستان کې د بشري حقونو په برخه کې د مهمو ستونزو په توګه ياد کړي دي.

په راپور کې دغه راز په پاکستان کې د خبريالانو پر وړاندې د روان زور زياتي ذکر هم په خصوصييت سره شوی دی، چې وايي له کبله يې دوۍ مجبور دي چې خپل خبرونه په خپله سانسور کړي.

همدا راز، د پاکستان په حکومتي ادارو، په تېره د پوليسو په محکمه کې د پراخې کچې د اداري فساد يادونه هم شوي، چې ويیل شوي د وخت سياسي حکومت يې د له منځه وړلو په لړ کې لازم اقدامات نه دي کړي.

د امريکا د خارجه وزارت راپور د پاکستان د مېرمنو پر وړاندې پرتې ستونزې هم راخېستي چې وايي په دوئ جنسي تېري شوي، د کورونو دننه وهلی او ټکولی شوي دي، د جنسی اړيکو له پاره ځورول شوي او د غيرت په نوم وژل شوي دي.

په راپور کې د پاکستان د ماشومانو حالت زار هم بيان شوی، چې وايي ورسره ناوړه چلند او د تجارتي او جنسي مقاصدو له پاره د دوئ استحصال په ۲۰۱۱ م کال کې هم دوام درلود.

بايد وويل شي د امريکا خارجه وزارت هر کال د نړۍ د هر هېواد د بشری حقونو وضيعت د نړيوالو معيارونو په رڼا کې ارزوي ، چې خپله دغه سنجونه بيا د امريکا د حکومت له ادارو او نورو نړيوالو غيردولتي موسسو او خبريالانو سره شريکوي.
XS
SM
MD
LG