د لاسرسي ځای

'ډاکتر اپریدي له پاکستان سره هیڅ غداري نه ده کړې'



بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د اسامه بن لادن د ځای د معلومولو په لړ کې مرسته کوونکي ډاکټر شکيل اپریدي ته د پاکستان له خوا د ۳۳ کالونو سزا بې انصافي بللې.

هغې په يوه خبري غونډه کې وويل پر دې مسله به له پاکستان سره خبرې کوي:

((موږ لګيا يو له پاکستاني حکومت سره په يو شمېر هغه موضوعاتو خبرې کوو چې امريکا او نړيوالې ټولنې لپاره اهميت لري. موږ ته په يقيني توګه له ډاکټر اپریدي سره چلند له دغو مهمو موضوعاتو څخه يوه ده. موږ به دا خبره را پورته کوو ځکه چې زموږ په فکر له هغه سره شوی چلند په بې انصافۍ او بې عدالتۍ ولاړ دی.))

د خیبر ايحنسۍ اوسېدونکي ډاکټر شکيل اپریدي په اېبټ اباد ښار کې ماشومانو ته د واکسين ورکولو پروګرام له لارې په دې ښار کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د موجودګۍ په اړه د امريکا استخباراتي ادارې سي آی اې ته مالومات ورکړي ول.

اسامه د ۲۰۱۱ز کال د مې په مياشت کې د امريکا په پټو پوځي عملياتو کې ووژل شو.

ډاکټر اپریدي ته له ملک سره د غدارۍ په تور ۳۳ کاله د بند سزا اورول شوي خو هیلري کلنټن وايي:

((امريکا په دې باور نه لري چې د ډاکتر اپریدي د ساتلو لپاره دې کوم جواز وي. موږ د هغه په مجرم پيژندل کېدو او سختې سزا افسوس کوو. د هغه مرسته د نړۍ د خونړو وژونکو څخه د يو مهم کس په له منځه وړلو کې مهمه وه. دا په ښکاره توګه د پاکستان، زموږ او د ټولې نړۍ په ګټه وه. د اسامه بن لادن له خوا رامنځته شوې ترهګرۍ د ختمولو په کوششونو کې د مرستې په لړ کې د ډاکتر اپریدي عمل له پاکستان سره هيڅ قسمه غداري نه وه.))

که څه هم ډاکټر شکیل اپریدي ته د ایف، سي،آر د قانون ترمخې سزا اورول شوي خو د قانوني چارو کارپوهان وايي د ډاکتر شکيل اپریدي لپاره د اپيل حق شته.

د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزارت وياند معظم علي خان وايي چې امريکا دې د پاکستان د عدالتي سیسټم او پريکړو احترام وکړي.

((تر کومه چې د ښاغلي اپریدي د کیس خبره ده نو دا به د پاکستاني قانونونو ترمخه د پاکستاني عدالتونو له خوا فیصله کيږي. زما په خيال موږ بايد د يو بل د عدالتي سيسټم او قانوني بهير احترام وکړو.))

ډاکټرشکيل اپریدي ته د سزا اورولو له وجې د امريکا او پاکستان وار له مخه خراب اړيکي نور هم پسې خراب شوي او په غبرګون کې يې د امريکا د سينيټ يوې کمېټې پاکستان ته په امريکايي امداد کې د ۳۳ ميليونه ډالرو د کمولو فیصله کړې.
XS
SM
MD
LG