د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې پینځه طالبان وژل شوي


د افغانستان د پکتيا ځايي چارواکي خبر ورکوي، چې وړمه شپه د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له خوا عمليات شوي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور يې امنيتي ځواکونو ژوندي نيولي دي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالرحمان منګل د دې عملياتو په اړه وايي، چې له وسله والو جنګياليو سره يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم نيول شوي دي.

منګل زياتوي، چې دا عمليات د پنجشنبې په شپه د کرمې ايجنسۍ سره په پوله، ځاځي اريوب ولسوالۍ کې تر سره شوي دي، چې په وينا يې عامو خلکو او ګډو ځواکونو ته پکې کوم زيان نه دی اوښتی.

د دې عملياتو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG