د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا د 'افغانانو خاوره، افغانان دې ډاډه اوسي'



پېښور - په داسې حال کې، چې د افغانستان و پاکستان د دولتونو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یا UNHCR د درې اړخیزې پریکړې له مخې افغان مهاجرین د ۲۰۱۲ میلادي کال تر پایه په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اجازه لري، خو په دې وروستیو کې له دې هیواده د مهاجرینو د ویستو خبرې یوارې بیا تودې شوي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د تیرې میلادي میاشتې پر ۲۵مه اعلان وکړ چې ټول افغانان به د مې تر ۲۵ مې وروسته چې نن يې وروستۍ ورځ ده، په زوره له پيښوره و ایستل شي.

یو شمېر ملتپالو پښتنو سیاستوالو، دولتي مقاماتو او د قلم خاوندانو له خیبر پښتونخوا نه د افغان مهاجرینو د ویستو په باب د ایالتي حکومت وروستۍ فیصله په کلکه وغندله او خبر داری يې ورکړ چې صوبايي حکومت دې پخپله دې فیصله له سره غور وکړي، کنه نو پایلې به يې د ټولو لپاره زیانموونکې وي.


له خپله کوره په زور ایستل

د خیبر پښتونخوا په پوهنتونو او کالجونو کې د افغان محصلینو د اتحاديې په نوښت هغې غونډې ته، چې د پيښور پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه مشر سیاستوال افضل خان لالا په خپلو څرګندونو کې وویل، هیڅوک په زوره د افغان مهاجرینو د ویستو حق نه لري او نه باید داسې وشي :

(( ایا له خپلې خاورې او له خپله کوره چا څوک په زوره ویستلي؟ سمه ده که څوک په خپله خوښه ستنیږي نو موږ پرې هیڅ اعتراض نه لرو خو دا چې حکومت ورته نیټه یا ضرب الاجل ټاکي چې تر دې وخته باید ووځئ نو تاسو ووایئ چې تر اوسه داسې شوي، چې یو څوک دې راپاڅي او یو کس دې په زوره له خپله کوره وایستل شي؟))

پاکستان د افغانستان د ورانۍ مسوول دی

لیکوال و ژورنالیست عقیل یوسفزي، چې په ډیره تنده لهجه يې خبرې کولې وویل، افغانان په تیرو څه باندې درو لسیزو کې د ځينې هیوادونو د سازشونو او ګټو ښکار شوي خو نور باید له دې سوداګرۍ څخه لاس واخیستل شي :

((نن چې دلته ځينې خلک افغانانو ته مهاجر وايي نو په دې خبره باید سر خلاص کړي، چې دا د دوی په خبره مهاجر په خپله خوښه ندي راغلي، دا عربو، امريکا او – جمهوري اسلامي پاکستان – واکمنو راوستلي. همدې خلکو د خپلو مفاداتو او د ریال و ډالرو د ترلاسه کولو لپاره افغانان د جنګ په ډګر واړاوه او دا ځکه چې پاکستان خپل مفادات د افغانستان په بربادۍ او وراني کې لیدل ځکه نو په ډیر جرات سره وایم چې همدا پاکستان د افغانستان د بربادۍ او وراني مسوول دی. افغانستان يې په ډالرو او ریالو خرڅ کړ خو نن ورځ افغانانو ته مهاجرین وايي او په زور يې باسي.))


افغانان دې ډاډه اوسي چې پر خپله خاوره اوسي

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي، ټول هغه افغانان به په زوره له پيښوره وباسي، چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد ونه لري، خو د صوبايي حکومت د کابینې وزیر او د واکمن عوامي نیشنل ګوند غړي واجد علي خان که څه هم دا خبره سمه روښانه نه کړه، خو ژمنه يې وکړه، چې هیچا ته به د افغان مهاجرینو د ځورلو اجازه ور نکړي :

((افغان کډوالو ته بشپړ درناوی لرو قدر يې کوو او هیڅ داسې ګام به پورته نکړو چې خدای مه کړه د هغوی وقار و عزمت زیانمن شي او یا له ستونزو سره مخ شي. افغانان دې ډاډه اوسي چې دوی په خپله خاوره کې اوسیږي او په خپله خاوره کې دیره دي.))


اې این پي افغانان ځوروي

په عین حال کې عقیل یوسفزي اعتراض وکړ، چې افغانان د بل هر حکومت په نسبت د عوامي نیشنل ګوند په واکمنۍ کې ډیر ځورول کیږي او غوښتنه يې وکړه چې ددې ګوند مشران باید ددغې مسلې عواقب په پام کې نیولو سره نور له دې کاره لاس واخلي :

((د عوامي نیشنل ګوند په اوسني حکومت کې چې له افغانانو سره څه ډول چلند کیږي ما په خپل ټول ژوند کې د هغې مثال ندی لیدلی، دلته چې پولیس او نورې امنيتي ادارې له افغانانو سره څومره زور زیاتی کوي دا ډیره د خپګان خبره ده. پکار ده چې د عوامي نیشنل ګوند مشران دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د پښتنو ترمنځ د نفرت پيدا کیدو مخه ونیسي))

دغې غونډې په وینا کې په پيښور کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خیل او په اسلام اباد کې د افغانستان کلتوري آتشې زردشت شمس په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو پر موضوع يې د پاکستان له مرکزي واکمنو سره خبرې روانې دي او غوښتنه يې وکړه چې دخیبر پښتونخوا صوبايي حکومت باید د نړیوالو او ګاونډیتوب اصولو په پام کې نیولو سره د مهاجرینو د مشکلاتو په اواري کې لازمه همکاري وکړي.


د محصلینو مننه

غونډې ته د افغان محصلینو د ټولنې مشرانو ریاض درمل او نجیب ننګیال له پاکستانه مننه وکړه چې په خپلو پوهنتونو کې يې دوی ته د لوړو زده کړو زمینه مساعده کړې.

دوی همدا شان د خپلو یولړ ستونزو یادونه وکړه او د افغانستان و پاکستان له دولتونو، د کډوالو چارې ادارې او اړوندو نړیوالو سازمانونو نه يې د هغو ا اواري غوښتنه وکړه.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان محصلینو اتحاديه هر کال دغه ډول غونډې کوي او د خپلو ستونزو او د افغانستان و پاکستان د دوه اړخیزو روابطو په باب بحثونه کیږي.

دا مهال د خیبر پښتونخوا په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې څه باندې دوه زره افغانانا لوړي زده کړې کوي، چې په طب، انجنیرۍ، زراعت، ساینس و ټکنالوجۍ، فارمسي، نړیوال اړیکي او نورې څانګې په کې شاملې دي.
XS
SM
MD
LG