د لاسرسي ځای

د ډاکتر اپریدي سزا، د غرب نظر


دا د اېبټ اباد هغه کوڅه ده چې د اسامه بن لادن کور ته ځي

دا د اېبټ اباد هغه کوڅه ده چې د اسامه بن لادن کور ته ځي


ژباړه: فرخنده وزیر، مشال راډیو

سرچینه: ګارډین

ګارډین ورځپاڼه کې کرس مېک ګریل او جان بون لیکي، پاکستان هغه ډاکټر ته د غدارۍ په کیس کې د درې دیرشو کالو د قید سزه اورولې، چې د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې سره یې د القاعده د مشر اوسامه بن لادن په مالومولو کې مرسته کړې وه.

امریکا وایې دوی به په پاکستان دباو زیاتوي، چې یا خو دغه ډاکټر پریږدي ، او یا د اپیل له لارې یې سزه کمه کړي. د ډاکټر شکیل اپریدي په اړه ویل کیږي، چې د بن لادن د مالوماتو لپاره یې د ویکسین جعلي کمپین چلولی وو، او د بن لادن د ډي این اې مالومات یې کړي وو.

په امریکا کې سیاستوال هم د اپریدي سزه ته په ښه سترګه نه ګوري، او وایې، دوی به کوشش کوي، د دغه ډاکټر سزه کمه کړل شي.

اخوا د امریکا د ولسمشر بارک اوباما انتظامیې هم د ډاکټر شکیل په سزا ناخوښي ښودلې ، چې د دې نه د پاکستان او امریکا په اړیکو کې تاو تریخوالی هم څرګندیږی. اوباما انتظامیه دا هم وایې، ډاکټر شکیل د پاکستان خلاف هیڅ ندي کړي، بلکې د القاعده خلاف یې کړي، او باید دغه هیواد ورته سزه ورنکړي.

امریکایې سینیټران جان میکین او کارل لیون بیا وایې، باید پاکستان زر تر زره ډاکټر شکیل خوشی کړي.

دغه سینیټران وایې، د ملګرو ملتونو سیکیورټي کونسل ډیره موده مخکې داسې قراردادونه پاس کړي دي، چې غړي هیوادونه به د القاعده د مشر اسامه بن لادن په نیولو کې له یو بل سره مرسته کوي، او دغه ترهګره ډله به ختموي.

سینیټر میکین او سینیټر لیون یوې پوځي کمیټۍ ته په خپله ګډه وینا کې دا هم وویل، ډاکټر شکیل یو مثال جوړ کړ، چې دوی دا هیله لري، باید داسې ټولو پاکستانیانو کړی وې، او باید د هغه د کار ستاینه وشي، او انعام ورته ورکړل شي، نه چې د سزا سره مخامخ شي.

ګارډین لیکي، پاکستان ډاکټر شکیل ته په داسې وخت سزا ورکړې، چې د دغه هیواد د وړاندې نه د امریکا سره اړیکي خراب دي، او په موجوده حالاتو کې دواړه هیوادونه دې ته ضرورت لري، له یو بل سره په ګډه کار وکړي، خو د ډاکټر شکیل د سزه سره زیات امکانات دي ، د دواړو هیوادونو اړیکې لا نورې هم خرابې شي.

د شکیل اپریدي سزا په داسې وخت کې هم مخې ته راغلې ، چې په روانه اونۍ کې د امریکا په شیکاګو ښار کې د نیټو په سر مشریزه کې ولسمشر اوباما د ولسمشر زرداري سره په رسمي توګه د لیدو کتو نه انکار وکړ، چې دغې نه هم څرګندیږي دواړه هیوادونه په موجوده حالاتو کې ژور اختلافات لري.
XS
SM
MD
LG